جي سیون غونډه کې پر روسیې د سوریې په تړاو د بندیزونو هوکړه نه ده شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو 'جي سیون ' غونډې ګډونوال نه دي توانېدلي پر روسیې د بندیزونو لړ کې د بریتانیا پر وړاندیز یوه خوله شي. دغه وړاندیز سوریې کې د کیمیاوي برید په تړاو شوی و، چې د دوی په باور د مسکو ملګري سوري حکومت کړی دی.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انجلیانو الفانو ویلي، جي سیون نه غواړي روسیه یوه ګوټ ته شي او وايي، دوی خبرو ته لومړیتوب ورکوي. هغه ویلي:
''موږ فکر کوو، چې روسیه پر 'بشار الاسد ' د فشار راوړلو وړتیا لري او د اوربند په تړاو یې د کړیو ژمنو پوره کولو څارنې ته هڅولای شي. ''
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جي سیون غونډې وروسته د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی دی.
نوموړی ټینګار کوي، چې د سوریې ولسمشر باید د خپل هېواد راتلونکي کې رول و نه لري.
د جي سیون غونډه د سوریې خان شیخون سیمه کې، چې د سوریې حکومت مخالفانو تر ولکې لاندې ده، له کیمیاوي برید وروسته شوې. هغه برید کې ۸۹ کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP
سوریې دغه برید کې لاس درلودل رد کړي و، خو د امریکا متحدو ایالتونو د سوریې هوايي ځواک یوه اډه په ۵۹ کروز توغندیو وویشته. د جي سیون بهرنیو چارو وزیرانو دوې ورځنۍ غونډې هدف مسکو ته د ښاغلي تېلرسن له سفره مخکې د سوریې قضیې پر سر یوه خوله کېدل وو.
خو توپیرونه له هغه وروسته رامنځته شول، چې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون د سوریې او روسیې د پوځي چارواکو پر خلاف د بندیزونو وړاندیز وکړ.
د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال جیمز رابینز په خپل رپوټ کې وايي، ښاغلي جانسن د خپل وړاندیز په تړاو د روښانه ملاتړ تر لاسه کولو تمه کوله، خو د جي سیون په وروستۍ اعلامیه کې د بندیزونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو ښاغلی جانس دا ردوی، چې ګواکې ماتې یې خوړلې، بلکې وايي که د کیمیاوي برید په تړاو یو څه نور ثبوتونه هم یو ځای شوي وای، ملاتړ تر لاسه کېدای شوای.
خو د غونډې ګډونوال لږ تر لږه د اسد راتلونکي په اړه یوه خوله وو. ښاغلي ټېلرسن دغه موضوع داسې راټوله کړه:
''دا موږ ټولو ته څرګنده ده، چې د اسد کورنۍ واکمني پای ته رسېدونکې ده. ''

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړي دغه راز د امریکا ځوابي برید په تړاو هم ملاتړ تر لاسه کړ، چې د ده په وینا 'د امریکا ملي امنیتي ګټو لپاره اړین و '
هغه ویلي:
''موږ نه غواړو د رژیم د بې کنتورله کیمیاوي وسلو زېرمې د داعش 'اسلامي دولت نومې ډله ' یا نورو ترهګرو ډلو لاسونو ته ورشي، چې غواړي به د امریکا پر متحدو ایالتونو یا زموږ پر متحدینو بریدونه وکړي. ''
ښاغلی ټېلرسن به د چهارشنبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وویني، خو دا معلومه نه ده، چې نوموړی به له ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم وغږیږي که نه.


















