د ٢٠١٨ م کال لمانځنې پيل شوې
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
٢٠١٨ کال په آسیا اوقیانوسیه سیمه کې په نمانځنو را دبره شو او مزل به یې په بېلابېلو وچو کې د افغانستان تر سبا مازیګره روان وي. لومړی هرکلی ورته په نیوزیلاند کې په اورلوبو او نندارو وویل شو.
تر هغه وروسته یې په آسټرالیا، بیا سینګاپور او هانګ کانګ او د لرې ختیځ په نورو هېوادو کې پَل کېښود او لندن ته به د افغانستان د ګهیځ په څلورو بجو او دېرشو دقیقو رارسېږي.
د لندن پولیس وایي چې د وروستیو میاشتو ترهګرو بریدونو ته په پام سره یې د امنیت د خوندي کولو له پاره ګڼ رسمي او پټ پولیس د تیمز سیند پر غاړه مراسمو او نورو سیمو کې ګومارلي دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرېس د نوي کال پیغام کې ۲۰۱۷ کال د سولې د شاتګ کال وباله او په دې تړاو یې هغه څه چې ده ورته سور خبرداری ووایه، نړیوالو ته واوراوه. ښاغلي ګوتېرېس وویل: "ملتپالنه او له نورو کرکه په ډېرېدو ده او د اټومي جګړې په اړه نړیوالې اندېښېنې د سَړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي."
۲۰۱۸ کال د سپي کال په نامه یاد شوی چې د انسانانو له خوا لومړنی اهلي شوی ژوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لرغونو ختیځو افسانو کې سپی د پالوالۍ یا وفادارۍ او مېړانې سمبول بلل شوی، خو ورسره ورسره ځان غوښتونکی دی چې له نورو سره د ګډېدو لږه لېوالتیا لري. سپی په ځینو لوېدیځو هېوادو کې د کورنۍ غړی، د پوځ،/ بیړه نیو خدمتونو کارکوونکی او د رنځورانو مرستندوی بلل کېږي.
په ځینو هېوادو کې یې غوښه هم خوړل کېږي. سملاسي په نړۍ کې د ټولو سپیو شمېر نژدې نیم میلیارد اټکل شوی دی.














