ایا له کورنا رغېدلی کس خوندي دي؟

د ویډیو تشریح، ایا له کورنا رغېدلی کس خوندي دي؟
د خپرېدو وخت

له ځينو ويروسونو رغېدا په دې معنا ده چې د يو انسان بدن ورسره د خونديتابه توان مومي. د کورونا ويروس وبا له پيله دا پوښتنه هم ډېره کېږي، چې که يو څوک ترې ورغېږي، بيا پرې اخته کېدی شي او که يې بدن د خونديتابه داسې ځواک جوړوي چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطره یې ساتي. داسې بېلګې شته، چې ښيي هغوی چې په کورونا ويروس اخته شوي، داسې انټيباډي يا دفاعي ځواک لري، چې ساتي يې، خو دا روښانه نه ده، چې څوک دې خوندي وي. بي بي سي د ځينو تر ټولو مهمو پوښتنو ځواب موندنې زيار ايستلی دی.