فیسبوک د ډونلډ ټرمپ حسابونه د ۲ کلونو لپاره وتړل

د عکس سرچینه، Getty Images
فیسبوک اعلان کړی چې دې شبکه او اینسټاګرام کې یې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونلډ ترمپ حسابونه د دوو کلونو لپاره تړلي دي.
فیسبوک ویلي "د هغه کړنې جدآ زموږ له اصولو سره ټکر کې وې."
د ښاغلي ټرمپ حسابونه تېره جنورۍ کې تر هغې وروسته وتړل شول چې پلویانو یې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ چپاو ورووړ.
خو د فیسبوک څارونکي پلاوي تېره میاشت نیوکه وکړه چې د بندیز دا نامالومه موده باید مشخصه شي.
ډونلډ ترمپ د فیسبوک دا تازه پرېکړې هغو میلیونونو امریکایانو ته "سپکاوی" بللی چې ده ته یې د تېر کال ټاکنو کې رایه ورکړې ده.
فیسبوک له دې سره هممهاله دا اعلان هم کړی چې نور سیاستوال پر دې خواله رسنۍ له نافذو مقرراتو مستثنا نه دي.
دغه شرکت زیاته کړې چې سیاستوال نور د سپکوونکو او غولوونکو څرګندونو له کبله سیاسي خوندیتوب نه لري.
د فیسبوک د نړیوالو چارو مرستیال نیک کلېګ ویلي چې پر دې شبکه پر ښاغلي ډونلډ ترمپ لګېدلی دوه کلن بندیز له تېرې جنورۍ حسابېږي.
ښاغلي کلېګ زیاته کړې که د دغه دوه کلن بندیز پای کې مالومه شي چې د ښاغلي ټرمپ لخوا عمومي امنیت ته خطر لا پر ځای دی، نو بندیزونه به د یوې بلې مشخصې مودې لپاره وغځول شي او تر هغې وروسته به بیا ارزونه کېږي.
د فېسبوک د نړیوالو چارو مرستیال لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې که ډونلډ ټرمپ فیسبوک ته تر راګرځېدو وروسته له اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي، نو بیا به له چټکو او سختو بندیزونو سره مخامخ شي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د فیسبوک نوېپالیسي څه ده؟
فیسبوک وايي که کومه پېژندل شوې څېره د دې خواله رسنۍ له لارې د دوی لخوا د ټاکل شویو مقرراتو خلاف تاوتریخوالي او بلوا ته لمن ووهي، له یوې میاشتې نیولې تر دوه کاله بندیز سره مخامخېدای شي.
دغه نوې پالیسي د فیسبوک د پخوانۍ تګلارې ځای نیسي.
پخوانۍ تګلارې د دې لپاره د مطرح څېرو مطالبو ته د خپرېدو اجازه ورکوله چې خبري ارزښت لري.




















