عمران خان: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، افغانستان ته سوله راتلای شي

د عکس سرچینه، CNN/Becky Anderson
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، فکر کوي افغانستان یوې تاریخي دوه لارې ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، موږ دعا کوو، چې څلوېښت کاله وروسته دا هېواد د سولې پر لار یون وکړي او په وینا یې که طالبان د ټولو په ګډون یو حکومت جوړ کړي، داسې کېدای شي.
ښاغلي خان په اسلام اباد کې د امریکايي ټلویزیوني شبکې سي این این له خبریالې بېکې انډرسن سره مرکه کې وویل، که (افغانستان) پر دویمه لار لاړشي یو لوی بشري ناورین به رامنځته شي.
نوموړی وايي، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدلېدای شي او په وینا یې د افغانستان حالت 'اندېښمنونکی ' دی.
عمران خان وايي، اوسمهال هېڅوک وړاندوینه نه شي کولای چې افغانستان کوم لور ته ځي.
د عمران خان په وینا د طالبانو له مثبتو ژمنو ښکاري چې دوی غواړي نړیوال یې په رسمیت وپېژني.
د پاکستان لومړی وزیر وايي افغانستان هیڅکله له بهره نه کنټرولېږي او له همدې کبله یې د کنټرولو پر ځای دوی ته باید ګټې وړاندې شي.
د ښځو حقونو په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي خان وویل، دی فکر کوي دا سمه نه ده چې له بهره څوک افغان ښځو ته حقونه ورکولای شي.
له سي این این سره خبرو کې عمران خان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو پر موضوع هم وغږېد او په وینا یې د امریکا له ولسمشر سره یې تر اوسه پر دې موضوع خبرې نه دي کړې.
لومړی وزیرعمران خان وايي: ''جو بایډن خورا بوخت سړی دی. ''
له ښاغلي خان پوښتنه وشوه چې ایا د طالبانو ملاتړ له کبله د سزا په توګه د امریکا ولسمشر تر اوسه ټیلیفون نه دی ورته کړی؟ په ځواب کې ښاغلي خان وویل، دا پوښتنه باید له هغه وشي.
د عمران خان په وینا د سپتمبر ۱۱ له پېښو وروسته پاکستان له امریکا سره همکاري وکړه او له دې کبله یې خورا ډېر زیان ګاللی دی.
عمران خان وايي: ''یو وخت داسې و چې پنځوس سخت دریځو وسله والو ډلو زموږ پر ضد بریدونه کول. ''
لومړي وزیر عمران خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وپوښتل، ایا اوسمهال له دې پرته بله لار شته، چې په افغانستان کې له حکومت سره مرسته وشي؟
د عمران خان په وینا دا موضوع د طالبانو اړوند نه ده، بلکې د افغانستان د خلکو اړوند ده.




















