هغه ژباړن له افغانستانه وتلي چې ۲۰۰۸ کال کې یې د بایډن ژغورلو کې مرسته کړې وه

د عکس سرچینه، Safi Rauf/Human First Coalition
هغه افغان ژباړن له خپلې کورنۍ سره له هېواده وتلی چې یو وخت یې د هغه مهال له امریکايي سناتور جو بایډن سره د افغانستان له یوې کلیوالې سیمې په خوندي وتلو کې مرسته کړې وه.
په ۲۰۰۸ کال کې د واورین توفان له کبله د امریکا پوځي چورلکه د افغانستان په یوه دره کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه او د جو بایډن په ګډون یو شمېر امریکايي سناتوران د وسله والو د برید یا کمین له خطر سره مخامخ شوي وو.
خو امان خلیل او ملګرو یې چې د امریکا حکومت لپاره یې کار کاوه، د امریکايي سناتورانو دغه ډله خوندي ځای ته رسولې وه.
له اګست میاشتې راهیسې نوموړي له افغانستانه د وتلو لپاره خپلو اسنادو کې د شته ستونزې حل غوښتنه کوله او بالاخره له هغو زرګونه افغانانو سره ملګری شوی، چې د طالبانو واکمنۍ کې د ژوند کولو پر ځای له هېواده وتلي دي.
د دوشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چار وزارت یوه استازي بي بي سي ته وویل:
''ښاغلی خلیلي او کورنۍ یې په خوندي توګه له افغانستانه وتلي او پاتې سفر یې له پاکستانه پیل کړی دی. ''
دغه چارواکی زیاتوي:
''دوی په لوړ کچ د امریکا حکومت ښکېلتیا پر مټ دغه سفر کړی او موږ له هغو ټولو مننه کوو چې د لارې اوږدو کې یې مرسته وکړه. ''
په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له ګډوډیو ډکې وتنې وروسته ښاغلي خلیلي له امریکايي ولسمشره غوښتي و، چې د ده، مېرمن یې او پنځو ماشومانو ژوند وژغوري.
نوموړي سي این این خبري شبکې سره خبرو کې ویلي و: ''زه پر هغه باور لرم، زه باور لرم چې دی هر څه کولای شي. ''
په سپتمبر کې بیا د ښاغلي خلیلي د وضعیت په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرترې جین څاکي له نوموړي مننه وکړه چې: ''له واورین توفانه یې زما د خوښې وړ ځینو کسانو ډلې استلو کې مرسته وکړه او د هغه ټولو فعالیتونو لپاره چې ده تر سره کړي. ''
د 'لومړی بشریت ایتلاف ' په نامه یو سازمان چې له افغانستانه پاکستان ته تللیو نژدې ۲۰۰ افغانانو په لېږدولو کې یې مرسته کړې، بي بي سي ته وویل، دوی د امریکايي او پاکستاني چارواکو د هغو مرستو له کبله ''ډېر منندوی '' دی چې ''د ولسمشر بایډن د ژباړن د خوندیتوب هلو ځلو کې یې له موږ سره مرسته کړې. ''
د اېس ای وې په نامه پروګرام له هغو افغانانو او عراقیانو سره د مرستې په پار طرح شوی چې دواړو هېوادونو کې یې د امریکا پوځي حضور پر مهال له دوی سره مرسته کړې.
تر اوسه معلومه نه ده، چې ښاغلي خلیلي ته ویزه ورکړل شوي او دا چې دی امریکا ته سفر کوي. د یادونې ده چې د اېس ای وې پروګرام له مخې له ۲۰۰۸ راهیسې نژدې ۷۰ زره افغانان په امریکا کې مېشت شوي دي.



















