د مجاهدینو جګړه او د لسګونو زرو افغانانو وژل کیدل
د خپرېدو وخت
۳۰کاله وړاندې همدا نن ورځ مجاهدينو د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله حکومت وپرځاوه او پر کابل واکمن شول. خو د واک له هغو لومړيو شپو له يو بل سره په جگړه کې ښکېل شول.
کابل او د افغانستان نژدې هر ښار د بېلا بېلو ډلو ټپلو په پوځي مرکزونو بدل شو.
په لسگونو زره کسان ووژل شول.
نن د بي بي سي له ارشيفه د ٣٠ کاله پخوا دا رپوټ لرو چې د کونړ په اړه دى.
براين برون هغه وخت کونړ ته ورغلى و او په يوه ښار کې يې د دوو واليانو حالت انځور کړى دى.