بریتانیا پارلمان دټوېټر نوی څښتن د پوښتنو ځوابولو ته ورغوښتی

Elon Musk arriving at the 2022 Met Gala.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د برېتانیا د پارلمان غړو د ټوېټر نوی مالک اېلن موسک د دې لپاره ورغوښتی چې د دې خواله رسنۍ د پېرلو پلان په اړه یې غوښتنې ځواب کړي.

د بریتانیا پارلمان کې د ډېجیتل،‌ فرهنګ، رسنیو او سپورت کومېټې ویلي غواړي د "بیان ازادۍ" او "د ټوېټر کاروونکو د خوندیتابه ژمنتیا" ترمنځ انډول لپاره د دغه میلیاردر پر پلانونو لا ډېر خبر شي.‌

د دې کومېټې مشر جولیان نایټ د ټېسلا مشر ته یوه لیک کې ویلي د پارلمان غړي له ټوېټره د سپم حسابونو او اتوماتیکو روباټونو لرې کولو لپاره د هغه د ژمنتیا ملاتړ کوي‌.

په دې لیک کې راغلي: "په ځانګړې توګه، د ټولو کاروونکو د هویت تصدیق یا وریفېکیشن د وړاندیز شوي قانون د یوې برخې په توګه د انګلستان له حکومته زموږ د غوښتنو یوه برخه جوړوي، چې موږ هیله من یو انګلستان کې به پر ډیجیټل پلټفارمونو د خلکو باور بېرته راژوندی کړي."

اندېښنه دا ده چې ګواکې ښاغلی موسک غواړي پر ټوېټر د خپرونو اصول رانرم کړي خو نیوکګر وايي دا کار پر دې خواله رسنۍ د کرکې بیانونه زیاتولی شي.

خو نورو بیا د بیان ازادۍ خوندیتابه لپاره د هغه د ژمنتیا هرکلی کړی دی.‌

ښاغلي نایټ ویلي د دوی کومېټې ته ورتګ به "ښاغلي موسک ته دا ایډیال فرصت برابر کړي چې د ټوېټر په اړه خپل وړاندیزونه له لا ډېرو جزئیاتو سره بیان کړي."

د هویت کره کول

Elon Musk

د عکس سرچینه، Getty Images

اېلن موسک تېره میاشت د ټوېټر بورډ سره په ۴۴ میلیارد ډالرو د دې خواله رسنۍ په پېرلو هوکړه وکړه.

نوموړي هغه مهال وویل غواړي پر دې وېب پاڼه د بیان ازادۍ اصول پیاوړي او د نویو فیچرونو په وسیله د تولیدات پیاوړي‌ کړي.‌

هغه همدا راز د ټوېتر کاروونکو د هوېت د تصدیق یا واریفکېشن عامېدو لپاره د کار او داسې وسایلو د راوړلو ژمنه هم کړې چې پخواني ټوېټ پوستونه ورسره اېډېټېدای شي.‌

ښاغلي موسک د سې شنبې پر ورځ وویل کاروباري او د دولتونو اړوند ټوېټر حسابونه ښايي راتلونکې کې پر دې پلټفارم د کار لپاره "کم" فېس ته اړتیا ولري، خو عامو کاروونکو ته به تل تر تله وړیا وي.‌

اېلون موسک د نړۍ تر ټولو شتمن انسان دی ویل کېږي د شتمنۍ ارزښت یې شاوخوا ۲۵۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.‌

هغه د ټېسلا کمپنۍ څښتن دی او سپېس اېکس فضايي شرکت کې هم ستره ونډه لري چې ارزښت یې ۱۰۰ میلیارد ډالره اټکل شوی.‌