د جګړې سل ورځې؛ دې موده کې اوکرایین ته څه زیانونه اوښتي؟
د خپرېدو وخت
پر اوکرايين د روسیې د يرغل سل ورځې پوره شوې.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي لا هم په واک کې دی، خو هېواد ته یې درانه زیانونه اوښتي دي. يو شمېر ښارګوټي او ښارونه یې په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
کيېف کې حکومت وايي د اوکرايين پنځه برخه یا شل سلنې خاوره، اوس د روسيې تر ولکې لاندې ده.
بلخوا ډېر خلک پلازمېنې کيېف ته بېرته په ستنېدو دي.