اسرائیل: وژل شوي فلسطیني ځوان سره وسله وه
د خپرېدو وخت
د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي، یو اتلس کلن فلسطینی د اشغال شوې لویدیځې غاړي په یوه ښارګوټي کې د اسرائیلو ملکي امنیتي ډلې لخوا په ډزو وژل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ وايي، وژل شوي زلمي سره لاسي وسله وه.
د دغه زلمي وژنه په داسې حال کې وشوه چې په ختیځ بیت المقدس کې د جمعې پر ورځ د یهودیانو پر یوه عبادت ځای د برید له کبله ۷ کسان ووژل شول.