د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: "کابل ته مو لا هم سفیر نه دی لېږلی"

د عکس سرچینه، Pakistan MoFA
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او تر اوسه افغانستان ته نه دی ستون شوی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په اونیزه خبري ناسته کې په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې خپل سفیر افغانستان ته بېرته واستوي.
اغلې بلوڅ وایي دوی لاهم په افغانستان کې د وضعیت په ارزونې بوخت دي.
د پاکستان سفیر د تېرې ډېسمبر میاشتې په لومړیو کې وروسته له هغې له افغانستان څخه ووت چې په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې وشوې او یو ساتونکی یې ټپي شو.
هغه مهال پاکستان ویلي و چې سفیر یې د سلا مشورو لپاره ورغوښتی او په راتلونکو ورځو کې به بېرته کابل ته ستون شي.
خو له هغې ژمنې اوس له دوو میاشتو ډېر وخت تېر شو او لا هم پاکستان پرېکړه نه ده کړې چې خپل سفیر کله استوي.
هغه مهال د اسلامي دولت نومې ډلې د خراسان څانګې د ډېسمبر په دویمه کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسولیت منلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
له برید وروسته د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي وو چې هېواد یې طالب چارواکو سره کابل کې د دوی پر سفارت د برید په تړاو د داعش ډلې ادعا څېړنه کوي.
د مسکو ناسته کې نه ګډون
بل پلو پاکستان وایي استازي یې د افغانستان په تړاو د مسکو په پنځمه غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي: "غواړم ووایم چې دا ناسته د مسکو فارمېټ په چوکاټ کې چې پاکستان یې فعال غړی دی، نه ده جوړه شوې، موږ د افغانستان په تړاو د مسکو فارمېټ د دوه اړخیړو، درې اړخیزو او څو اړخیزو ناستو او دارنګه شانګهای همکاریو سازمان برخه یوو، موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هر ډول هڅو او نوښتونو ملاتړي کوو."
د مسکو ناسته چې د "چهارشنبه" په ورځ پیل شوه، د روسيې، ایران، هند، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو پکې ګډون کړی.

د عکس سرچینه، Alamy
ددې ناستې په لومړۍ ورځ ګډونوالو په افغانستان کې د امنیتي ننګونو او هلته د ټول ګډونه حکومت د نه جوړېدو په اړه اندېښنه وښوده.
دې ناسته کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې خو طالبانو له ناستې وړاندې ویلي وو چې د دوی له ګډون پرته دا ناسته به نیمګړې وي.




















