د طالبانو حکومت: پنجشېر کې د زمرد "قانوني استخراج او پلور پیل شو"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره زمرد په قانوني ډول استخراج او وپلورل شول.
په دې ولایت کې ځايي چارواکي وايي هلته زمرد داوطلبۍ له لارې په ۲۴ میلیون او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول.
د پنجشېر له دوو کانونو د استخراج شویو زمردو د داوطلبۍ لپاره مراسم جوړ شوي وو چې د قېمتي ډبرو لسګونه سوداګرو او کاروباریانو ګډون پکې کړی و.
د زمرد ځینې ټوټې ان تر پنځلس زه ډالرو پورې هم وپلورل شوې او داسې زمرد هم پکې وو چې ان په درې سوه زره ډالرو وپلورل شول.
د قېمتي او نیمهقېمتي ډبرو د اتحادیې مشر فیصل وویل، دا بهیر په داسې ډول پیل شوی چې هر کان ته جواز ورکړل شو او معدن کاران او کیندونکي یې په خورا ښه ډول استخراجولی شي.
د پنجشېر زمرد په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د زمردو کاروباریان وايي، د نړۍ په هېڅ ځای کې د پنجشېر د زمردو په شان شفاف زمرد نه شته.
د زمردو یوه سوداګر نعیم خان وویل، نن چې دغه زمرد ان په درې سوه زره ډالر وپلورل شول، حکمت پکې شفافیت او ښه کیفیت دی.
دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدا د پنجشېر ولایت د زمردو د استخراج چارې درول شوې وې، خو یوه میاشت وړاندې د پنجشېر ځايي چارواکو دا چاره بېرته پیل کړه.
د داوطلبۍ دغو مراسمو کې د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم وویل، د طالبانو حکومت هر اړخیزه هڅه کوي د افغانستان له کانونو چې استخراج شوي توکي بهر ته د افغانستان په نامه صادر شي او هڅه دا ده چې د استخراج او صدور بهیر یې خورا شفاف وي.
پنجشېر ولایت کې د زمرد ۷۵۰ کانونه سروې شوي دي، چې ۵۰۰ یې فعال او ۲۵۰ یې غیر فعال دي او تر اوسه ۳۰۰ معدن کارانو د استخراج جوازونه ترلاسه کړي دي.
د طالبانو حکومت د اوو لويو کانونو د ايستلو او پروسېس تړونونه لاسليک کړي

د عکس سرچینه، RTA
دوې اونۍ وړاندې، د طالبانو په حکمت کې د کانونو او پټرولیم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په هېواد کې د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک کړل.
په دې کې د سرو زرو، مس عینک دویم، د صرب او جسټ او د اوسپنې کانونه شامل دي.
په هغو شرکتونو کې چې د استخراج او پروسیس تړونونه ورسره لاسلیک شول افغان، ایراني، ترکي، چینايي او بریتانوي شرکتونه شامل دي چې له افغان پانګوالو سره به په ګډه د کانونو د استخراج او پروسیس چارې پرمخ بیايي.
په دې هکله په جوړې شوې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وویل چې افغان او بهرني شرکتونه به پر دې کانونو د څه باندې شپږ نیم میلیاردو ډالرو پانګونه کوي.





















