د ولسمشرۍ ژوند، سخت که آسانه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, يما بارز
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
ولسمشر غني له بي بي سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې د خپلې دندې څرنګوالي په تړاو د انگريزۍ ژبې " Worst" ټکی وکاروۀ، چې په تړاو يې بېلابېلې انګېرنې وشوې.
چا ویل د ښاغلي غني موخه دا ده چې د افغانستان ولسمشري تر ټولو ناوړه دنده ده او ځينو نورو ویل مطلب یې دا دى چې تر ټولو سخته او پېچلې ده.
دا چې د ښاغلي غني موخه څه وه په څرگنده نه پوهېږو، خو ما ته دا هم ياد دي چې
ولسمشر کرزي يو ځل په کابل کې د خپلې واکمنۍ پر مهال چې يوې غونډې ته روان و او ډېر ستومانه برېښېده خبریالانو ته يې مخ واړوه او ويې ویل "خدای مو زما له حاله وساته."
ولسمشر د يوۀ هېواد د وسله والو ځواکونو اعلى سرقومندان، تر ټولو ځواکمن کس او تر ډېره د ژوندانه له نعمتونو برخمن بلل کېږي.
خو که مو د ولسمشرانو څېرو ته پام کړى وي واک ته له رسېدو لږ وروسته خپل تاندتوب وبايلي او ډېر ژر په کې د زړښت او ستومانۍ نښې راڅرگندې شي.
نو آيا ولسمشري آسان کار دى او که ظاهرا" له برم او پرتمه ډکه دغه دنده ډېره ستونزمنه او له کړاوونو سره مله ده؟
لېندن جانسن چې د امریکا له لومړنیو ولسمشرانو و ويلي:
"په خپله له ولسمشر پرته بل هېڅوک د هغه د ذمه واریو درنښت او د دندې د پراخوالي اټکل نشي کولى."
رښتيا هم دا ښايي گران وي چې پر ولسمشر د کاري فشار اټکل وکړو، خو له بوختياو يې د دندې پېچلتيا اټکلېدا شي.
سپينه ماڼۍ کې يوه ورځ
خبريال جان دیکانسیګلیو چې د امريکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن سره يې د هغه د ولسمشرۍ پرمهال یوه ورځ تېره کړې، د هماغې ورځې انځور داسې راکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"سپينه ماڼۍ کې د سهار شپږ بجې دي، خو سهارنۍ خوړو لپاره وخت نشته. د ملي امنیت سلاکار خونه کې منتظر دی چې ولسمشر ته د بوسنیا په تړاو مالومات ورکړي. ولسمشر يوازې د قهوې یو ګوټ کوي او بيا قلم اخلي نوې کلنۍ بودیجه لاسليک کوي چې کانګرېس ته وړاندې شي. په همدې مهال کې یې سکرټر ورته نژدې کېږي او وايي ولسمشره د اسراییلو سفیر له تاسو سره کتنې لپاره په لار دى. سفیر ته د انتظار پر مهال ولسمشر کلنټن له وخته گټه پورته کوي او د خپلې يوې چمتو کړې وينا متن سموي. د متن له سمولو سره سم خپل ورځنی مهالوېش ګوري. په ۱۱ بجو د استازو د جرګې له مشر سره کتنه پلان شوې او بيا په ۱۲ بجو د اولمپیک له غړو سره گوري."
د ديکانسيگليو په وينا دا د ولسمشر کلنټن د هغې ورځې يوازې د څو ساعتونو مهالوېش و.
نوموړى خپله جمله داسې ختموي، "د امريکا وسلوالو ځواکونو د اعلی سر قومندان د ژوندانه یوې عادي ورځې ته ښه راغلئ.
د ولسمشر نجيب الله اوږده کاري شپه
په جگړه ځپلو هېوادونو لکه افغانستان کې د ولسمشر مسووليتونه ښايي نور هم درانه وي.
هند کې د افغانستان پخوانى سفير احمد سرور چې د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله د کورنۍ غړى دى وايي، "په ١٩٩٠ م کال کې د حکومت وسلوالو مخالفينو پر پکتيا ولايت د يوۀ لوى بريد چمتووالى کړى و. استخباراتي ادارې په دې تړاو مالومات ترلاسه کړل او د بريد شنډولو تابيا ونيول شوه.هماغه شپه چې ټاکل شوې وه سهار ته يې افغان ځواکونه د بريد شنډولو عمليات پيل کړي ولسمشر نجيب د شپې په نهو بجو کورته راغى او مخامخ هغې خونې ته ورغى چې په کې اته ټيليفونونه اېښي و. نوموړى د سهار تر څلورو بجو په هماغه خونه کې و، د هوايي ځواکونو او توپچي ځواکونو له قومندانانو او د پکتيا له والي سره غږېده او ورته يې لازمې لارښوونې کولې."
ښاغلى سرور وايي " ښه مې په ياد دي د سهار څلور بجې وې چې ولسمشر نجيب د پکتيا له امنيې قومندان سره وروستۍ خبرې وکړې، ورته يې وويل مخ دې ښکلوم او د عملياتو قومنده يې ورکړه."

د عکس سرچینه، FB
د ښاغلي سرور په وينا ولسمشر نجيب يو ځل د شوروي اتحاد د ولسمشر ميخاييل گورباچف په بلنه تفريح لپاره سوچي ښار ته تللى و، خو بيا هم هره ورځ يې له مرستيال ولسمشر رحيم عاطف او د نورو ادارو له مشرانو سره په خپله خبرې او هغو ته يې اړينې لارښوونې کولې، ښاغلى سرور وايي د ولسمشر په کور کې ټېنېس لوبغالى او د لمبا ډنډ و خو هغه کارولو لپاره يې په ندرت وخت مونده.
ولسمشر کرزى او اوونۍ کې ٧ ورځې کار
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانى وزير او د ولسمشر کرزي د دفتر رييس کريم خرم وايي ولسمشر کرزي به آن سهارنۍ هم په دفتر کې د رسمي کتنو پر مهال خوړله، او اوونۍ کې يې اووه ورځې کار کاوه.
خو په وروستيو کې بيا لږ بدلون راغى او لږ تر لږه به يې د سهار چاى په خپل کور کې څښه.
ښاغلى خرم وايي "کله چې د ولسمشر کرزي د دفتر مشري ومنله نو ورته مې وويل چې زه د جمعې پر ورځ رخصتي کوم، دا مې ځکه ورته وويل چې هغه د جمعې پر ورځ هم کار کاوه. نو د جمعې پر ورځ به زه رخصت وم خو زما له دريو مرستيالانو به يو ور سره و."
ښاغلى خرم وايي ولسمشر کرزى په اوونۍ کې لږ تر لږه پنځه ورځې ان په خپل کور کې هم نه توانېد چې د شپې ډوډۍ له خپلې کورنۍ سره وخوري او له هغو کسانو سره به يې خوړله چې د کار په تړاو به يې ورسره کتل.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلى خرم وايي هلته د کار پر مهال يې ډېرې بوختې ورځې تجربه کړي، چې امريکا سره د امنيتي تړون په تړاو خبرو اترې يوه بېلگه يادوي "کله چې پر امنيتي تړون خبرې روانې وې او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هم کابل ته راغلى و نو دوه درې ورځې پر له پسې به له سهار وختي ناستې او خبرې اترې پيل شوې او د شپې تر خورا ناوخته پورې به يې دوام کاوۀ."
ولسمشر غني
ولسمشر غني بيا د ليد لوري خاوند يو ټکنوکرات بلل کېږي چې په ډېر کار کولو مشهور دى.
د نيويارکر مجلې د ښاغلي غني په تړاو ليکلي چې ولسمشر غني ساعتونو لپاره د پروژو په څېړنه او ارزونه کې بوخت وي.
يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي مجلې ته ويلي "که ولسمشر د کابل ښار خځلو ټولولو په تړاو يوه دوسيه وغواړي او تاسو ورته ٥٠٠ مخه پاڼې هم ورکړئ، نو تر شپې پورې يې ټول لوستي وي او يادښتونه هم چمتو وي."
د ولسمشر ټرمپ اعتراف:
د ولسمشرۍ مسووليتونو پر دروندوالي ولسمشر ټرمپ هم اعتراف وکړ. نوموړي روېټرز خبري آژانس سره مرکه کې وويل "ما فکر کاوه چې ولسمشري به آسانه کار وي. زما خپل پخوانى ژوند ډېر خوښ و، ډېر څه مې کول. تر پخوا مې اوس کار ډېر دى او د سختو امنيتي تدابيرو له امله لکه په پوښ کې چې بند ياست هېچېرې نشئ تللى. زما موټر چلول ډېر خوښېږي خو اوس گاډى نشم چلولى.
ولسمشران او شخصي محدوديتونه:
پر ولسمشرانو د هغوى امنيت لپاره هم محدوديتونه ډېرېږي. د "بې رايډ سايټ" وېب پاڼې په وينا په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر په دفتر کې داسې وسايل لگول شوي چې د هغه موقعيت ورسره مالومېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
او ساتونکي يې هڅه کوي له هر راز هغه فزيکي فعاليت او لوبو سره ځان بلد کړي چې د ولسمشر خوښېږي او بيا ورسره په هغو فعاليتونو کې ور گډ شي چې ولسمشر يوازې پاتې نه شي، د بېلگې په توگه کله چې ولسمشر سهار منډو لپاره ورځي نو ساتونکي يې هم جامې بدلې کړي او له هغه وړاندې تيار وي.
د دغې وېبپاڼې په وينا ولسمشر ان له ډاکټر سره هم يوازې نه پرېښوول کېږي چې ناروغي يې هر څه وي.
د ولسمشرانو نومونه تل د هېوادونو په تاريخ کې ژوندي وي او پر کړنو يې څېړنې کېږي، خو قوي باور بيا دا دى چې ولسمشران د ځينو استثنايي لاسته راوړنو پرته، نور تر ډېره خپلو ناکاميو له امله د خلکو په ذهنونو کې پاتې کېږي.


















