"ليوره وتښتولم، چې ثابته کړي بداخلاقه يم"

کابل امن خونه
د عکس تشریح، سیما له دولته د عدالت غوښتنې په تمه د کابل په يوه امن خونه کې شپې سبا کوي
    • Author, اریا احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي/ کابل
  • د خپرېدو وخت

نیم عمر مې په تاکوي کې تېر شو، دا د هغې مېرمنې وینا ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله اوس له خپلو څلورو ماشومانو لرې ژوند کولو ته اړه شوې ده.

سیما په کم عمر ناوې شوه پرله پسې یې ماشومان وزیږول خو خپله لا ماشومه وه.

کورنی چاپېریال يې نورو افغانانو ته ورته و، خو په دې توپیر چې دې په کې د ازادۍ ساه نه شوه ایستلی له سهاره تر ماښامه په کار بوخته خو له ژونده ستړې.

"هندو ستړی خدای ناراضه"، سیما هر کار چې وکړ کورنۍ یې قانع نه شوه. خواښې یې په نشه یي توکو روږدې وه او هره ورځ به یې د سیما مېړه ته د هغې شکایتونه کول.

سیما وايي "مېړه به مې زه په تاکوي کې بنديوانه کولم او په پایپ به یې وهلم ."

پر بدن شنې ټاپې به مې د خواښې سترګې نه سوځولې، داسې ورځ به نه وه چې مېړه مې له دندې راشي او خواښې مې زما شکایت ونه کړي.

له سیما سره یې لیور او لیورزيو هم ژوند کاوه:

"خسرګنۍ مې دا فکر لره چې زه یې خدمتګاره یمه د لیوره لور او خواښې به مې د خپل بېلمازیو ټوټې هم پر ما مینځلې ما هم دا ټول خپله دنده بلله."

سیما خپل خپلوانو او پلارګنۍ کره د تلو حق نه درلوده د سیما خاوند عصبي ناروغي لره او تر سیما ۲۳ کاله مشر و.

نوموړې د څلورو ماشومانو مور وه دوه یې د وهلو ټکولو له امله له لاسه ورکړي وو .

د سیما ورور د هغې لیوره سره شخړه کړې وه او هغه ښه ډبولی وو.

نو د نوموړې د يوۀ ماشوم له زېږېدو ٤٠ ورځې تېرې وې چې لیوره یې د دې ورور سره د مخالفتونو له امله بل چا سره توره کړه، ځکه په ورور یې زور ونه رسېد او ټس یې له دې وایسته .

افغانستان یا نورو وروسته پاتې هیوادونو کې تر ډېره د ورور کسات خور پرې کوي، د سیما لیوره خپل ورور ته وویل چې کله ته کور کې نه یې میرمن دې نور نارینه وو سره اړیکه نیسي.

سیما وايي په خپلو ماشومانو مې قسم یاد کړ چې ما دا کار نه دی کړی خو چا ونه منله او تر هغه ووهل شوم چې له لاس او پښو پاتې شوم.

د سیما لیوره د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره سیما له کوره وتښتوله تر څو دا ثابته شي چې هغه په رښتیا بد چلنده وه هغه یې د افغانستان يوۀ ولایت کې خرڅه کړه.

نهه میاشتې یې هلته تېرې کړې او چې د تېښتې لاره یې ومونده نو وتښتېده.

سيما د خپلې تېښتې کيسه داسې کوي "سر او پښې مې لوڅ و خلکو ټیکری راکړ او څپلۍ هم، په اډه کې مې د خیر راټولولو لپاره څادر وغوړاوه او کابل ته د راستنېدو لپاره مې پیسې راټولې کړې."

سیما وايي "له خپلو اولادونو ډېره لرې شوې یم هغوی زما په اړه نا سم قضاوت کوي فکر کوي زه په ریښتیا تښتېدلې یم، خو زه تښتول شوې وم."

سیما له دولته د عدالت غوښتنې په تمه شپې سبا کوي او وايي "په هېڅ بیه به بېرته هغه کور ته ستنه نه شم که څه هم مېړه مې وايي چې راشه که هغه زما پر خبرې يې باور کړی وی اوس به ولې داسې شوي وو او د ځان د اثبات لپاره به مې ولې دومره ستونزې ګاللې؟"