نن مو ولې پرون غوندې نه دى؟

نن ‍پرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څومره چې دې لنډیو کې ژورې یا ژور ځو، هغومره د ښځې او نر تر منځ ټولنيز واټن راکمیږي
    • Author, شفیقه خپلواک
    • دنده, کابل
  • د خپرېدو وخت

رباب په خرپ وهه نادرې

زه د اتڼ په مستۍ اوس راغلی یمه

دا لنډۍ مې د پښتو لنډیو کتاب کې ولوسته. لومړی تصویر چې یې زما ذهن کې وپنځوۀ دا و چې یوه ښځه خپل میین ته رباب وهي. او میین یې اتڼ کوي. خو وروسته مې چې فکر کاوه تر دې تصویر پراخ و. اتڼ په یو کس نه شي، دا به حتما" د اتڼ یوه ډله وه، چې ربابي ښځه یا د دوی منځ کې یا کوم اړخ ته ناسته وي. او د اتڼ له منځه پرې خپل میین، یا بل داسې نارینه چې په دې یې ناز دی ورغږ کوي او د رباب د نه بس کېدو ورته وايي.

یوازې رباب ته هم ښايي اتڼ اسانه نه وي، د رباب له موسیقي سره ښايي بله کومه نغمه هم مله وه. د دې نغمې غږوونکې یا غږوونکی به هم د ربابي ښځې ملتیا کوي.

او په ټوله کې دا انځور چې ښځه رباب غږوي نارینه اتڼ کوي، عجیب نه دی؟!

پښتانه یو د برګ اتڼ په نوم د اتڼ یو ډول لري. دې کې ښځې او نارینه ګډ اتڼ کوي. دوی ځینې ځانګړې شارۍ هم ورته لري.

په پاسنۍ لنډۍ کې ښځه چمبه یا دایره نه وهي، بلکې رباب دی. زه فکر نه کوم څوک دې رباب خدايي زده کړي. حتما به یو نه یوه څه ورته زده کوې. او دې ربابۍ هم ښايي دا هنر د خپل استاد یا استادې له مخې غوړولی وي.

زما نیکه به زموږ د کلي د ځینو ښځو د مېړانو کیسې راته کولې. دا چې څرنګ دوی په نارینو زړورې ورتللې، پټي یې ساتل. اوبه به یې لګولی او د مهاجرت وختونو کې یې څرنګ د نارینو سره غبرګ لاسونه وړي وو. یوې نیمې ته به حیرانه شوم. دادا ته به مې ویل:

"نو دا ګناه نه وه، چې تاسې داسې په ګډه لګیا وئ؟"

ده به وخندل او ویل به یې:

"هغه د غیرت او پښتو ژوند و"

دغه څه وخت مخکې نجونې د کرېکټ لوبې ته تللې وې. ځينې پرې غوسه شوي وو. خو کله چې دې لنډیو ته ګورم، یا زما د دادا د کوچنیوالي کیسې راپه زړه شي، ولې هغو پښتنو د ښځو له ټولنیز شتونه ډار نه درلود؟

نن ‍پرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پښتانه یو د برګ اتڼ په نوم د اتڼ یو ډول لري چې ښځې او نارینه ګډ اتڼ کوي

ولې هغوی هره ښادي او غم ورسره شریکول؟

ولې هغوی ورسره کېناستل؟

او دا دی نوم یې لا لنډۍ کې د اتڼ منځ کې د ټولو مخکې کې اخیسته.

ایا ګناه او ناروا اوسنۍ پدیدې دي، چې زموږ تر منځ راټوکېږي؟

همدا پاسنۍ لنډۍ زما مور په لږ توپیر داسې وايي:

دریا په خرپ وهه نادانې

چې وادې نه وړي بخملي ګوتو سرونه

دا هم ښايي کوم نارینه ویلي وي. داسې نارینه چې د ښځو د سندرو په محفل کې یې حضور درلود. او یا هم کومې بلې ښځې. خو سندرې، دریا او د نارینه شتون نه عیب و نه ګناه.

بهزاد د لیلا او مجنون د کیسې نقاشي ایستلې. یو جومات وي. د جومات مخته یوه ګوره ونه. د ونې لاندې هلکان او نجونې ملا ته ناست وي. لیلا او قیس هم پکې وي. استاد مې چې دا انځور تشریح کاوه وې ویل:

" ګورئ هغه وخت ښځه او نر د یو بل خواته وو. اصلا دا خبره د چا ذهن کې نه وه چې دوی دواړه ګوندې بیل، بیل موجودات دي."

ملګرې مې خوږې شېرزاد راته ویل:

موږ چې له دوه زروم کال را وروسته جلال اباد کې اوسېدوً دروازه به مو تل بنده ساتله. تر شاه به مو يوه پرده هم لرله که دروازه نيمکښه شي نو پرده به وي.

خو نيا به مې ويل چې پخوا به مو کوڅه کې د توت د ونو لاندې کټونه اچولي وو. څو کورونه به راټول. ښځو او نرو به ګډه به مو چای څښلو

هغه وخت دا خبرې نه وي. دا اوسنیو را دود کړې.ً

ښايي رښتیا به دغسې و. یا هسې دا یوه نیمه استثنايي بېلګه راپاتې ده؟

یوه لنډۍ ده:

د یارانې بیه دې وایه

که د دادا میراث مې ځي تیاره یمه

یوه پښتنه پېغله چې د پلار په میراث کې حق لري. او په دې حق دومره ډاډه ده چې هر ډول یې وغواړي لګولی یې شي. او داسې پېغله ښکاري چې کولی شي د ځمکو او جادیدانو په اړه پریکړې وکړي، دا هغه څه چې عموما یوازې نارينه و پورې تړلى بلل کیږي. لنډۍ داسې تصویر هم راکوي چې، دا نجلۍ ځان له خپل سیال سره برابره بولي او د ‌‌‌‌‌‌ډېرو نارینو غوندې د خپلې مینې احساسات نه زندۍ کوي. بلکې قرباني ته هم لا تیاره ده.

پرون نن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پښتنو د ښځو له ټولنيز شتونه ډار نه درلود

څومره چې دې لنډیو کې ژورې یا ژور ځو، هغومره د ښځې او نر تر منځ ټولنيز واټن راکمیږي.

هغومره د دوی د ټوولنیزو کړو، وړو او شخصیتونو په اړه اوسني شته تعریفونه رنګ تتوي.

داسې لکه په یوې وړې بلې شوې ډیوې چې لاټين رابل شي. د ډیوې رڼا پکې ورکیږي. موږ د ښوونځي په کتابونو کې لوستل چې لوی احمدشاه به له خپلې مور مشورې اخیستې. یا د دې وطن په سترې امپراتورۍ باندې د یوې ښځې سیوری و.

زه چې د خپل کلي سپین ږیري وینم، دوی ته چې ښځې په مخه ورشي. درناوی یې کوي. په ډېرو مسایلو کې د خپلو مېرمنو، خوېندو، لوڼو او مېندو مشوره اخلي.

خو ځينې اوسني ځوانان چې پرمختللې نړۍ، ټکنالوجۍ او پوهې ته اسانې لارې لري، بیا هر څه تر ګناه او زموږ دود سره تر ټکرونو رامحدودي.

په دې حال چې د دې خاورې وګړي یوازې د وطن په ساتلو کې نه، بلکې د هنر په پنځولو کې هم یو بل ته ور تر غاړې وو.

که یو وخت به نارینه ډول واهه ښځو به اتڼ کاوه، نو داسې وخت هم و چې ښځو رباب واهه سړیو به اتڼ کاوه.