ادبیات او روانپوهنه څه تړاو سره لري؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روانپوهنې سره د انسان د اخلاقو او ذهن په رڼا کې د چلن، ټولنې او خوځښت پوهاوی کېږي.
    • Author, کریم حیدری
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

سایکالوجي Psychology یا روانپوهنه په پښتو کې اروا پوهنه ژباړل شوې. زما په اند دا ناسمه ژباړه ده که هرڅو دود شوې هم ده. په دې چې اروا روح ته ویل کېږي.

د اروا او روان ترمنځ لوی توپیر دی. اروا یوه سپېڅلې پدیده ده. د اسلام او ډېری ادیانو له مخې که جسم مري اروا نه مړه کېږي.

هغه څه چې د انسان پر اخلاقو، چلن او ذهن پورې تړاو لري هغه د انسان روان دی، نو ځکه یې زه هم په دې مطلب کې روانپوهنه بولم.

مخکې له دې چې د روانپوهنې او ادبیاتو ترمنځ تړاو وسپړو، ښه دا ده چې یو ځل دواړه لنډ تعریف کړو.

روانپوهنه څه ده؟

روانپوهنه هغه علم دی چې د انسان د اخلاقو او ذهن په رڼا کې د چلن، ټولنې او خوځښت پوهاوی ورسره کېږي.

د دې علم یوه مهمه برخه Psychotherapy یا روان درملنه ده چې تر نورو ډېره عامه ده او د ذهني ناروغیو لکه ژور خپګان، اضطراب، وېره، یوازې ځان ګڼلو او ګڼ شمېر نورو ورته ناروغیو درملنه کوي.

د لرغوني چین، هند، فارس، مصر او یونان په لیکنو کې د روانپوهنې بېلګې شته، لکه د کانفیسویس د اخلاقو او چلن لارښوونې، د امپراتور اشوکا ندامت، یا هم د لرغوني یونان د زوس کیسه چې په بې خبرۍ خپل پلار وژني او مور سره واده کوي. هغه مهال یې نښې وې خو نوم نه و ورکړل شوی.

لومړی ځل ارستو د سایکي کلمه وکاروله چې په یونان کې ذهن ته ویل کېده او د لایتنې ژبې لوژي ورستاړی ور اضافه شو.

خو روانپوهنه تر اتلسمې پېړۍ د علم په توګه نه پېژندل کېده. د اسلام د زرین پېر عالمانو چې کله د یونان لرغوني علوم لایتنې ژبې ته وژباړل او وروسته د اروپا رینسانس یا بیا زېږېدنې بنسټ ورسره کېښودل شو، روانپوهنه هم د ګڼ شمېر علومو په منځ کې منتقل شوه.

د نوې روانپوهنې بنسټګر

روان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ادبیات او روان پوهنه دواړه له تصور او احساس سره خبرې کوي.

په اتلسمه پېړۍ کې جرمن پروفیسر ویلیم ونډت د تجربوي روانپوهنې کار پیل کړ. نوموړی د نوې روانپوهنې بنسټګر بلل کيږي.

هغه ځینې تجربې وکړې. بیا دې پایله ته ورسېد چې د انسان ذهني وضعیت د ژور فکر سره د مطالعې وړ دی. څېړنیز مرکز یې جوړ کړ او روانپوهنه یې له فلسفې او بیالوژۍ بېله کړه.

دویم مهم کس په نولسمه پېړۍ کې اطریشی زېګمنډ فرایډ و چې د خوب، جنسي روانپوهنې او د بل پر ذهن تسلط په اړه یې څېړنې وکړې.

فرايډ د Psychoanalysis یا روان ارزونې پلار بلل کېږي. وروسته فرایډ په یو مکتب واوښت.

د هغه لور انا فرایډ د ماشوم پر روانپوهنه کار وکړ او د کارل ګوستاف یونګ په نوم شاګرد یې بیا لار ترې بېله کړه.

یونګ خپل کار حسولو، احساس پېژندلو، ذکاوت او د غبرګون وړاندوېنې یا تمې ته ځانګړی کړ.

د یونګ پوهنیز مرکز ته له فرانسې، انګلستان او امریکا خلک راغلل او دا علم د جرمن ژبو له انحصاره ووت او نړیوال شو.

په شلمه پېړې کې روانپوهنې په امریکا کې وده وکړه او په ګڼو نورو څانګو ووېشل شوه.

ادبیات څه دي؟

پښتو ادب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انسان شخصي تجربه د لوستونکي لپاره د پوهې یو لامل دی

ادبیات د تاریخ، فلسفې، ټولنپوهنې، روانپوهنې او نورو علومو په مټو ولاړ د بیان وسیله ده. انسان، خلقت، فرهنګ، شخصیت او فردي توپیر انځوروي. د بریتانوي لیکوال او ادبیاتو منتقد ډېوېډ لاج په وینا:

"ادبیات د انسان د هوش تر ټولو بشپړ او بډایه سند دی. نظم د احساس ګنجینه ده. "

ناول د انسان تر ټولو لویه هڅه ده چې په وخت او فضا کې د انسان تجربه بیانوي.

نیوم چومسکي بیا وایي: "ادبیات د انساني ژوند او ځانګړې تجربې په اړه د پوهې ترټولو مهمه وسیله ده. ناول موږ ته د انسان د ژوند او شخصیت په اړه تر ساینسي څېړنو ډېر څه را زده کوي. "

بریتانیا مېشت پولنډی لیکوال جوزوف کانرېډ ویلي وو: "زه هڅه کوم د لیکل شویو الفاظو په مټو تا واوروم، احساس در وبښم او تر ټولو مهمه دا چې سترګې دې پرانیځم. "

په واقعیت کې د انسان شخصي تجربه د لوستونکي لپاره د پوهې یو لامل دی. له ادبیاتو انسان شخصي زدکړه کوي. داسې زدکړه چې ښایي بل انسان ته منتقله نشي خو خپل ذهن ورسره پیاوړی کېږي.

ادبیات په نورو علومو کې نغښتي لکه تاریخ، فلسفه، ټولنپوهنه، روانپوهنه او نور. لیکوال، فیلسوفان، هنروال او روانپوهان ژبه د استدلال، څېړنې او بحث لپاره کاروي.

د ادبیاتو او روانپوهنې اړیکه

یونګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روان پوهنه د پنځونې د چمتووالي برخه ده چې هنر زېږوي.

د ادبیاتو او روانپوهنې ترمنځ اړیکه پیاوړې ده. دواړه د انسانانو او د هغوی د غبرګون، لیدلوري، کړاو، هیلو، غوښتنو، وېرې، شخړې او پخلاینې، فردي او ټولنیزو اندېښنو اړوند خبرې راسپړي.

لیکوال د خپل باور، ارزښتونو او فکري بهیر له لارې د ژوند استازولي کوي. یوې ناپېژندل شوې او نالیدل شوې نړۍ ته ور پرانیځي. د لوستونکي احساسات پاروي او د ژوند او خلقت په پوهاوي کې مرسته ورسره کوي. ادبیات له انسان سره ان په ځان پېژندنه کې مرسته کوي.

د زېګمنډ فرایډ د روان ارزونې مېتود یوازې د لیکوال یا هنرمن ذهن او شخصیت نه ارزوي. لیکوال او د هغه نوښتګره یا خلاقه وړتیا، فکري لړۍ، احساسات او شخصیت هم د اثر له مخې سنجوي.

ادبیات او روان پوهنه دواړه د تصور او احساس سره خبرې کوي. روانپوهنه د ادبي اثر په ارزونه کې مهم رول لوبوي. په دې چې پر شخصیت تمرکز کوي که هغه لیکوال وي که د هغه ذهن، یا انځور شوی تخیلي کرکټر او د هغه تجربې.

همدا رنګه ادبیات هم د انسان او خلقت مانا سپړي او د خلکو فکر پاروي. فرایډ د خپلو تجربو په خاطر د شکسپیر د اثارو په ګډون ګڼ شمېر ادبي متنونه ارزولي.

روان ارزونه کرکټرونه د نړۍ او خلقت د سمبول په شکل ارزوي چې د ژوند مانا پکې نغښتې ده. کرکټر ته د ریښتیني انسان په سترګه کتل کېږي. لوستونکی په کرکټر کې خپل ځان ګوري. له همدې امله موږ د تخیلي کیسو کرکټر، چاپېریال او حوادث د ریښتیا په توګه منو.

روانپوهنه د پنځونې ځواک ته شتمني بښي. د هنرمن یا لیکوال د واقعیت حس متمرکزوي، د کتنې حس یې سیقلوي او نوې لارې ورته پرانیځي. نو ویلی شو - روان پوهنه د پنځونې د چمتووالي برخه ده چې هنر زېږوي.

لیکوال عام خلک نه دي. هغوی له خپل ذهنه یوه نړۍ جوړوي، ښکلا او بدرنګي ورکوي، کرکټرونه زېږوي او خپله لیکنه ارزوي او بیا بیا ځلې یې اصلاح کوي.

د یونګ په باور د روان پوهنې لپاره هنرمن ځانګړی کېس دی. د هنرمن ژوند له شخړو ډک دی. له دوو متضادو قواوو سره په ټکر کې دی. له یو پلوه عامې بشري غوښتنې لري لکه خوښي، رضایت او امن.

له بلې خوا د پنځونې لېونی شهوت ورسره دی چې تر هرې شخصي غوښتنې ورته مهم دی.

روان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انسان روان د ټول ساینس او هنرونو کور دی.

یونګ وایي د هنرمن پنځونه د هغه شخصي ژوند نشي بیانولی. خو فرایډ وایي هنرمن د خپلې وړتیا په زور خپلې فانتیزۍ ته نوی واقعیت ورکوي او خلک یې د هغه د اصلي ژوند د انعکاس په توګه پېژني. نو په ذهن کې له ځانه هرڅوک چې غواړي جوړوي که هغه اتل وي که باچا، قاتل یا بل هرڅوک.

یونګ د روانپوهنه او ادبیات په نوم خپل اثر کې وایي روانپوهنه د ادبیاتو پوهنې ته اړینه ده. په دې چې د انسان روان د ټول ساینس او هنرونو کور دی.

روانپوهنه او هنر د یو بل مرستې ته اړ دي. هغه د فرایډ خبره تر دې ځایه مني چې د هنري پنځونې نه د هنرمن په اړه یو څه مالومات تر لاسه کېږي خو دا مالومات هېڅکله بشپړ او قطعي نشي کېدی.

ډرامه، لنډې کیسې، شعر او ناول د لیکنې اساسي اجزاوې دي. هر یو په بېلابېلو جوړښتونو او سټایلونو مفکورې او احساسات انسان ته انتقالوي.

د ناول کلمه چې د ایټالیاوې ژبې نویله نه اخیستل شوې ده لغوي مانا یې ځانګړتیا ده، یعنې ځانګړې تجربه.

په ناول کې روانپوهنه بشپړه دمه اخیستی شي. لیکوال کرکټر له داسې تجربو سره ښکېلوي چې رواني تعبیر یې لوستونکی کوي.

که د نړۍ هر شهکار ته وګورو د روانپوهنې نښې پکې نغښتې دي. د شېکسپیر هملېټ، اوتېلو، مکبېت، ګېنګ لیر، د وېنېس سوداګر، د چالرز دکېنز لویې تمې، د تولستوی انا کرنینا، د دستایوفسکي په هر ناول کې روانپوهنه موندل کېږي خو په جنایت او سزا کې لوستونکی د مرکزي کرکټر ذهن ته ننوځي. د دې لیکنو د تل پاتېدو راز د کرکټر رواني انځور دی.