موږ او ځایونه

ځایونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال او کره کتونکی
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

چې د کور په دروازه ننوزو، اضطراب مو کم شي، ارام شو، ځان خوندي احساس کړو. ایا ځکه چې کور مو خپل دی؟ هو، خو لا مهمه دا چې د کورغړي مو خپل دي او که په دغه ځای کې ډېره موده اوسېدلي یو، مثلا همدلته زېږېدلي او لوی شوي یو، بیا خو داسې ګڼو لکه کور چې زموږ د ژوند او تن برخه وي. په دغسې ځای کې زموږ پرون اوسي او زموږ خاطرې لکه فرښتې،لکه د مور د بدن خوشبویي، سکون رابخښي.

په ښار کې هم ځینې ځایونه تر نورو خپل راښکاري او کېدای شي چې د هغو په خاطر له ټول ښار سره محبت وکړو.

ځينې ځایونه ولې راباندې ګران دي؟ لکه د یو چا د ګرانښت لپاره چې پوره دلایل نه شو بیانولی، دلته هم ځواب مشکل دی خو دومره ده چې یو ځای که یو ضرورت را پوره کړي، هغه مو خوښ وي.

مثلا هغه میدان مو خوښ دی چې کرکټ پکې کوو، یا هغه دوکان ښه راباندې لګېږي چې خپله ټوله سودا پکې یو ځای پیدا کولای شو. د ضرورت په اساس رابطه طبعا د غرض رابطه ده او دا امکان شته چې یو بل ښه میدان یا ښه دوکان ومومو او پخواني ورپورې هېر کړو:

د لېونو حاجت پوره شو

په لارو ځي په کاڼو ولي زیارتونه

خو داسې هم کېږي چې د غرض رابطه د وخت په تېرېدو سره د مینې په رابطې بدله شي،یعنې له مکانه استفاده نه بلکې د مکان وجود راته په اړتیا بدل شي.د لرغوني روم په یوه پخوانۍ هدیره کې چې دوه زره کاله ورباندې تېر دي، د یوه قبر په تیږه لیکلي دي: ده همدلته چې زېږېدلی و،د راتلو ارزو لرله!

د زوکړې او ماشومتوب ځای، د پارک هغه چمن چې لوبې دې پکې کړي دي، هغه زیارت چې په کوچینواله کې له ادې سره ورغلی وې ، ټول هغه ځایونه چې زموږ له شخصي خاطرو سره تعلق لري، معمولا راباندې ګران وي او ان د خورا ترخو خاطرو د ځایونو لیدلو ته مو هم سودا وي ځکه دا فرصت راکوي چې په اوسني حال شکر وباسو.

ځایونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په یوه هیواد او ښار کې ګڼ کسان اوسي.د هر چا د خاطرو ځایونه طبعا بېل وي خو ځينې ځایونه د مشترکو یادونو مکانونه وي چې ښارونو او وطنونو ته روح ورکوي.

د مشترکو خاطرو ځایونه به څنګه پېژنو؟ د معماري، فرهنګ او تاریخ متخصصان یې په اړه ممکن مختلف توضیحات راکړي، مثلا راته ووایي چې د یو ځای یا ودانۍ رنګ، نقشه، چاپېریال،په ودانۍ کې پخوا پېښه شوې حادثه، په ودانۍ کې پخوا اوسېدلي کسان، په ناول، شعر، فلم یا د تاریخ په یوه کتاب کې د هغې ذکر او داسې نور پټ او ښکاره عوامل د دې سبب کېږي چې یو ځای یوازې یو ادرس پاتې نه شي، بلکې معنا ومومي او د اثراچولو وړتیا پیدا کړي.

البته، د یوه ښار اوسېدونکي خپل سیمبولیک مکانونه د متخصصانو له توضیح پرته هم په شعوري یا لاشعوري ډول پیژني. د ۱۳۹۹ کال په لړم کې چې د کابل په شهر نو کې سینما پارک ړنګېده، زیات مخالفت ورسره وشو، حال دا چې دا ودانۍ له مودو راهیسې بې استفادې پاتې وه او د دېوالونو بېخ ته یې د پوډریانو تګ راتګ لا یو بل جنجال و.

خو څرنګه چې د کابل د سولې د وختونو په یوه سیمبول بدله شوې وه، نو ړنګولو یې ګڼ کسان ناکراره کړل. په هغه وخت کې د کابل د یوه اخبار په عنوان کې راغلل:« خاطرې ړنګې شوې».

د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې د پامیر سینما د ودانۍ چپه کول هم د ښار د یوې مشترکې خاطرې ړنګېدل بللای شو. که هر څو د هغې په ځای څورلس پوړیزه ودانۍ ودرېده خو ښار تاوان وکړ او تر اوسه لا چې د کابل د پخوانۍ ښکلا عکسونه ښودل کېږي، هغه آهن پوشه، دوه منزله پامیر سینما معمولا پکې وي.

د موبایل تر زمانې له مخه د پست کارتونو رواج زیات وو. د کابل ښار په څو مشهورو پست کارتونو کې به د پامیر سینما عکس خامخا و. له دې ښکاري چې هغه ودانۍ سیمبول وه او څورلس پوړیزه ودانۍ بل ځای هم جوړېدای شوه.

د کابل یو اوسېدونکی که وغواړي د خپل ښار یوه نخښه په موبایل کې ورسره وساتي نو زیات امکان شته چې د شاه دوشمشېره جومات، د دارالامان ماڼۍ، د پل باغ عمومي یا ځینو نورو خاصو ځایونو عکس انتخاب کړي.

په کابل کې په لکونو ودانۍ دي چې هر کال یې یو شمېر ړنګېږي یا نوې کېږي.دغه ودانۍ که مو ان په خپله کوڅه کې هم وي، پروا یې نه ساتو خو که خدای مکړه بابر بڼ ورانېږي، داسې ګڼو لکه کابل چې ړنګ شوی وي، لکه زموږ د مشترک ژوند یوه برخه چې ختمه شوې وي.

که یو شتمن ووایي چې د بابر بڼ په ځای به ډېره لویه، ښکلې ماڼۍ ودانه کړم؛ ایا د کابل مینه وال به خوشحاله شي؟ نه، ځکه په دوی باندې خپله مشترکه خاطره ګرانه ده.

د جمهوریت په وروستیو کلونو کې یو ښه کار دا وشو چې د دارالامان ماڼۍ په شمول د کابل ګڼ ویجاړ شوي سیمبولونه ورغېدل. د رغېدلو په چاره کې لویه غوښتنه دا وه چې ان مساله هم تر وسه وسه اصلي او پخوانۍ استعمال شي، څو په دې ډول د یو ښار او یو ملت زخمي شوی روح د جوړېدو جوګه شي.

ځایونه

د عکس سرچینه، Getty Images

کله کله د یوه ښار د مشترکو خاطرو ځایونه د جوړولو په نیت تباه شي. شاوخوا اویا کاله پخوا د کابل د کوټوالي ودانۍ چې تقریبا د اوسنۍ اریانا سینما په ځای کې ودانه وه، په دې نیت ړنګه شوه چې ښار باید عصري شي.

د کابل زرنګار پارک هم ورو ورو په دې دلیل ختم شو چې د ښار د زړه قیمتي ځای ولې ونو او وښو نیولی وي؟ د سمنټي ودانیو جوړوونکو د دې پروا ونکړه چې ښار ونو او وښو ته لا زیاته اړتیا لري او دې ته یې ونه کتل چې دغه پارک په مودو مودو د سیاستوالو د مظاهرو مرکز و، د مساپرو عسکرو د جمعې د ورځې د نندارو مرکز و او د تېرو نسلونو د خاطرو مرکز و.

د ښار له سیمبولونو سره بې پروایی ولې کېږي؟

د ښار سیمبولونه ممکن د ښار په ښو موقعیتونو کې وي او که په څنډه کې هم وي د خلکو د توجه په مرکز کې وي. د قدرت خاوندان کله کله وسوسه شي چې که په دغو موقعیتونو کې نوې ودانۍ جوړې کړي،خدمت به یې خلکو ته له ورایه ورښکاري، دولت به نوي عواید ومومي او د ښار ښکلا به زیاته شي. دا محاسبه له لویه سره ناسمه ده.

ښکلا یو مرموز کیفیت دی چې په نهایت کې له خپل تاثیره پیژندل کېږي. هغه ځایونه چې له مودو راهیسې د خلکو خوښېږي،معمولا پېژندل شوې یا ناپېژندل شوې ښکلا لري.پخوانۍ سینما پامیر په دې دلیل هم ښایسته ښکارېده چې د میوند واټ له نورو ودانیو سره، د اوسنۍ برعکس، بې تناسبه نه وه.

یوه نوې ودانۍ که په ظاهره ښکلې هم جوړه شي، د پخوانۍ هغې یو لوی امتیاز ورسره نشته او هغه عمر دی. د وخت تېرېدا خاطرې زېږوي او د مکان تاثیر زیاتوي. تاسې به د وطن ځینې رستورانونه لیدلي وي چې په زړو چیني چاینکو او پخوانو بې لاستو، شنو پیالو کې به چای راوړي. ولې؟ ځکه چې خلک یوازې له ډوډۍ نه بلکې خاطرو هم خوند اخلي.

پخواني آثار او تاریخي مکانونه په دنیا کې د عوایدو لویه منبع ده. مطلب دا چې د ښار د مشترکو خاطرو د مکان په ځای نوي څه جوړول په اقتصادي لحاظ د ګټې کار نه دی او د ښار جاذبې ورسره کمېږي.

د مشترکو خاطرو ځایونه له ښار سره د اوسېدونکو مینه زیاتوي، د ښار د اوسېدونکو پیوستون پیاوړی کوي، دوی ته ارام او سکون ورکوي،اضطراب یې کموي او د ویاړ احساس وربخښي،ځکه په ښار کې داسې څه وي چې بل ته یې وښیی. په هغه ښار کې چې د شریک ویاړ او شریکو خوشحالیو ځایونه په کافي اندازه موجود وي، خلک یې ممکن د ښار د حالت له ښه والي سره لا زیاته دلچسپي ولري او دا د دغسې مکانونو یوه بله لویه ګټه ده.

ځایونه

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ضرور نه ده چې یو ښار دې مثلا د غزني غوندې تاریخي ځایونه ولري او بیا دې یې اوسېدونکي د ښار د برخلیک په اړه حساس شي، د شریک ویاړ ځایونه خامخا له تاریخ سره تعلق نلري. یو ښکلی پارک، یو ښه ساتل شوې غونډۍ، یو مناسب بازار، داسې ډېر څه شته چې د ښار د شریک ویاړ او خوشحالي مکانونه شي. سپین زر هوټل چې څو پنځوس کاله پخوا ودان شو، په هماغه لومړیو کلونو کې یې د کابل ښار په پوست کارتونو کې ځای ونیو.

په کابل کې له شاه دوشمشېره رانیولې تر پل خشتي پورې د پل باغ عمومي ساحه د ښار د مشترکو خاطرو بهترینه ساحه ده. دلته د سین موجودیت او د بلندمنزلو نشتوالي فضا پرانیستې ده. ودانۍ اکثره پخوانۍ دي او په دوکانونو کې یې حد اقل ځینې داسې څه پلوري چې له پخواني ژوند سره سخت تناسب لري( لکه د خیاطي یا کلاهدوزي دوکانونه).

له سین سره د سړکونو طبیعي انحنا او دواړو غاړو ته وتلې کږې وږې کوڅې هم یو له ګوتو وتلی وخت انځوروي او رازداره ښکلا زېږوي. د ښار په دې ځای کې د خلکو ګڼه داسې احساسوو لکه په کار او نندارې دواړو پسې چې راوتلي وي. سیل، سودا، ګرځېدا، زیارت، عبادت، له دې ساحې سره اړوند ادبیات، د دې سیمې پخواني عکسونه او نور ډېر څه د ښار دې سیمې ته اثرناک هویت وربخښي.

ځایونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ما وړم کال په یوه لیکنه کې د دې ساحې د ذکر په وخت لیکلي وو: "په دغسې ځایونو کې سترګې، پوزه، غوږونه، خپله خاطره، د بل خاطره، ټول حواس او ټول ذهن رابیدار شي او بنیادم له مکان سره وتړي، له داسې مکان سره چې د څو نسلونو یادونو او خوبونو ته یې پناه ورکړې ده."

د پل باغ عمومي ساحې ته له نېکه مرغه په تنظیمي جګړو کې خاصه صدمه ونه رسېده او وروسته بیا د بلند منزلو هوس هم ورانه نکړه خو د نه ورانېدو تضمین یې نشته. دوه،درې کاله پخوا شاه دوشمشېره جومات ته تقریبا مخامخ د سین ښي لاس ته یوې لوړپوړېزې ودانۍ سر راهسک کړ چې موقتا یې مخه ونیول شوه.

دغسې مثالونه ښیي چې د پل باغ عمومي ساحې په شمول د کابل او نورو ښارونو د مشترکو خاطرو پاتې ځایونه همېشه د ختمېدو له خطر سره مخ دي. دغسې ساحې کیدای شي د کلتوري میراث په توګه رسما ثبت او اعلان شي.

په شلمه پېړۍ او راوروسته کلونو کې د کابل د لویو کیسه لیکوالو په ګڼو آثارو کې لولو چې د کیسې اتل په ښار کې د خپلې محلې ساتندوی دی، په خپلې محلې ویاړي او له اجتماعي ارزښتونو سره یې وفا کوي.د لیکوالو په کیسو کې دغه تکرارېدونکی مضمون زما په نظر د ښار له ماضي او خاطرو څخه د بېلېدو د ویرې پیداوار و.

دغه وېره ځکه پیدا شوه چې د ښار بڼه په چټکۍ سره بدلېده او د اطراف خلک کابل ته په ګڼه پیمانه راکوچېدل. ژوند بدلېږي او کله چې د زاړه ښار په خوا کې میکروریان جوړېدل، دغو لیکوالو هم هڅه وکړه چې نور نو هلته واوسي. موږ طبعا په نن کې اوسو مګر د نن ودانۍ د پرون په بنسټ درېږي. مېوه د ونې په څانګو کې زانګي خو که ریښه غوڅه کړو، نه څانګه تازه پاتېږي، نه مېوه.