مشعل : د ولسمشر کرزي د وژنې دسيسه مو شنډه کړه
د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان د استخباراتو اداره وايي دوى د ولسمشر کرزي د وژنې دسيسه شنډه کړې ده .
د دغې ادارې وياند لطف الله مشعل بي بي سي ته وويل د ځانگړو عملياتو په ترڅ کې يې شپږ کسه نيولي دي .
دا کسان ټول په کابل کې نيول شوي چې يو يې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې مامور بلل شوى دى .
افغان استخبارات تور لگوي چې دغه کسان د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې روزل شوي دي .
په نيول شويو کسانو کې د طب پوهنځي محصلين هم شامل دي .
دوه بهرنيان هم نيول شوي چې يو يې د مصر او بل يې د بنگله ديش دى .
ولسمشر کرزى دم گړۍ په هند کې دى .