اې ټي اېنډ ټي مخابراتي شرکت ټایم وارنر ډله پېري

اې ټي اېنډ ټي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا معامله په روان کال کې تر ټولو ستره اقتصادي پېښه ده.
د خپرېدو وخت

د اې ټي اېنډ ټي په نوم ستر امریکايي شرکت وايي، د "ټایم وارنر" په نوم د فلم جوړولو ډله به پر ۸۶ میلیارد ډالرو وپېري.

د رپوټونو له مخې، د دغو دوو شرکتونو د اداري پلاوي غړو د شنبې په ورځ دا معامله کړې، خو د څارونکو بنسټونو په تایید سره به پرېکند شي.

د خبریالانو په خبره، دا په روان کال کې خورا لویه نړیواله معامله ده.

د رپوټونو له مخې د "اې ټي اېنډ ټي" مخابراتي شرکت دا معامله ښيي چې د ژر خپرېدونکو انټرنېټي خدمتونو له لارې ډېر پرلیکه مشتریان پیدا کول غواړي.

د معاملو او سوداګریزو او اقتصادي یو ځای کېدنو د څارونکو بنسټونو له خوا د دې معاملې په تصویبېدلو سره به "اې ټي اېنډ ټي" مخابراتي شرکت پر "اېچ بي او" او "سي اېن اېن" تلوېزیوني چینلونو او همدرانګه "وارنر وروڼه" فلم اخیستلو سټوډیو او څو نورو مهمو شرکتونو خپل کنټرول ولري.

د "اې ټي اېنډ ټي" شرکت مشر سټیفنسن راډال وايي، د دې معاملې او دوو شرکتونو د یو ځای کېدلو په مخکې به کومه ستونزه نه وي.

هغه زیاتوي، هر ډول ممکنه ستونزې هم د ځینې امتیازونو په ور کولو سره اوارېدلی شي.

څارونکي بنسټونه به د دې یو ځای کېدلو(ادغام) نهايي پای خورا ډېر په ځېرتیا وارځوي، په تېره دا چې "اې ټي اېنډ ټي" دمګړۍ په امریکا کې د کېبلي تلوېزیونونو د خدمت رسولو کې دریم ځای لري.