له سمندري غلو سره جګړه
د خپرېدو وخت
د افریقايي ټولنې هېوادونو په دې وروستیو کې یو سمندري منشور ومانه چې له مخې به یې له دوی چارپېره سمندر کې د غلو او نا امنۍ پر ضد مبارزه کېږي.
د لوېدیځې افریقا د سمندرغاړو اوبه اوس تر ټولو خطرناکې بلل کېږي.
د سمندري غلو له پنځو بریدونو یو یې همدلته کېږي.
همدې اوبو کې ناقانونه کب نیونه او قاچاق هم لویه ستونزه ده خو دا ښايي ډېر ژر بدل شي.