د ایران عدلیې وزیر د لږو اعدامونو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، AFP
د ایران ځايي رسنیو ویلي، عدلیې وزیر جنایت کارانو ته د اعدام پرځای د بلې ''اغېزناکې سزا'' په لټه کې دی او د اعدام سزا باید یوازې د فاسدو خلکو لپاره وي.
د ایران ځايي رسنۍ وايي د عدليې وزير د اعدام پرځای د جنایت کارانو د اغېزناکې سزا په لټه کې دی.
د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې مصطفی پور محمدي ويلي، د اعدام پر ځای د اغېزناکې سزا په لټه کې دی او اعدام سزا بايد یوازې د ''فاسدو خلکو'' لپاره وي.
هغه دغه راز ويلي چې اعدام لاهم د يوې سزا په توګه پاتې کېږي، خو نه په هغه کچه چې اوس ده.
مصطفی پور محمدي وايي: ''په حقیقت کې موږ د لا ډېرې اغېزناکې سزا په لټه کې یو چې د اعدام د سزا ځای ونیسي.''
د ایران د عدلیې وزیر دا هم ویلي چې ''ولې نه، په اجنډا کې د اعدام سزا هم شته، خو نن موږ د بلې مسلې په اړه خبرې کوو.''
''د اعدام سزا نه شي ردېدلی، ځکه په هېواد کې د فاسدو خلکو لپاره له اعدام پرته بله لاره نه شته.''
د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، ایران په تېر ۲۰۱۵ کال کې لږترلږه ۹۷۷ کسان اعدام کړل، چې ډېری یې د نشه يي توکو د قاچاق د اړوند مسلو او جرمونو په تور نیول ش شوي وو.
وړم کال ایران ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.
د بي بي سي فارسي برخې ځینې سرچینې وايي، په وروستیو کې د نشه يي توکو جرمونه په ایران کې د بحث وړ مسلې ګرځېدلې. که له یوه چا سره لږ اندازه نشه يي توکي ونیول شي، نو سزا یې مرګ ده.
د ایران عدلي نظام پر شرعي قانون ولاړ دی، چې د نشه يي توکو په تور د نیول شویو کسانو لپاره اعدام سزه لازمي نه ګڼي.

د عکس سرچینه، AFP
په تېره اپرېل میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان شمېرو وښوده، په ګرده نړۍ کې ۸۹ سلنه اعدامونه په ایران، پاکستان او سعودي عربستان کې ترسره شوي.
په دې کې د چین اعدامونه نه دي ګڼل شوي، ځکه د رپوټونو له مخې هلته زرګونه کسان اعدام شوي او اسناد یې پټ ساتل شوي.


















