امريکا کې د اسلامي کتابونو نندارتون

د ویډیو تشریح، امريکا کې د اسلامي کتابونو نندارتون
د خپرېدو وخت

امریکا کې په لومړي ځل داسې یو نندارتون جوړ شوی چې د اسلام د سپېڅلي کتاب قران شریف او اسلامي توکي په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

نندارتون د سمېتسونین په سکلر موزیم کې جوړ شوی.

د قران شریف لسګونه پاڼې په کې نندارچیانو ته وړاندې شوي چې ویې ګوري او و یې لولي.

دې نندارتون کې ایښودل شوي کتابونه چې د څو لسیزو دي په چټکۍ د دې غوړېدونکي مذهب سپېڅلی اړخ ښيي.