مصر کې د بورې بیه ۲۰٪ لوړه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
مصري چارواکو د حکومت په ملاتړ د بورې بیه ۲۰ سلنه لوړه کړې. اوس د یوې کیلو بورې بیه له شپږو مصري پونډو اوو ته لوړه شوې ده.
د مصر بازارونه تر ډېره د بورې له کمښت سره مخامخ شوي.
مصر کې بوره هغه مهال کمه او بیه یې لوړه شوه، چې په نړیواله کچه د بورې بیه جګه شوه او د امریکايي ډالر ارزښت لوړ شو.
د مصر لومړي ویر شریف اسمعیل وايي، د درو میاشتو لپاره د ټول هېواد لپاره په کافي اندازه بوره شته.
د کورنیو چارو وزات له تېرو دوو اونیو راهیسې د هغو کسانو تعقیبولو پیل کړي، چې بوره یې د ښې قیمتۍ لپاره ساتلې ده.
مصر هر کال شاوخوا یو میلیون ټن بورې واردولو ته اړتیا لري، خو په کورنیو بازارونو کې د بورې لګښت تر دوو میلیونونو ټنو پورې رسېږي.
په بني سویف ولایت کې د مصر له لویو خوږو تولیدونکو کمپنیو نه د یوې ( ادیتا ) مسوولینو ویلي، چارواکو یې له کارخونې ۲۰۰۰ ټنه بوره ضبط کړه او له همدې کبله به یې درې ورځې کارخونه تړلې وي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters


















