گارډين: د افغان جګړې له امله د امريکا او ملگرو ملتونو اړيکي ترينگلي شوي
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
گارډين:

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې د خپلې ڼننۍ گڼې په يوه رپوټ کې ويلي چې د افغان جگړې د رپوټونو له امله د امريکا او ملگرو ملتونو اړيکي ترينگلي شوي دي.
ورځپاڼه وايي، امريکايي پوځ په زياتېدونکې توگه هڅه کوي د افغان جگړې په تړاو عامه معلومات کابو کړي، او له دې امله يې اړيکي له هغو نړېوالو ادارو سره خراب شوي چې د پېښو په تړاو ورکړي معلومات يې له رسمي پوځي هغو سره توپير لري.
د ملگرو ملتونو او د امريکا ځينې پوځي سرچينې وايي، په افغانستان کې تر ټولو لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي جنرال نيکلسن په دې غور کاوه چې پوځي اډې ته دننه د ملگرو ملتونو لاسرسى محدود او يا ورباندې بشپړ بنديز ولگوي.
دا ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې چې د سپتمبر په وروستيو کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې د بريد په تړاو د ملگرو ملتونو په يوه رپوټ کې راغلل چې ١٥ ملکي وگړي يې وژلي دي.
خو امريکايي پوځيانو ټينگار کاوه چې وژل شوي د داعش غړي دي.
د ملگرو ملتونو او د امريکايي پوځ مشرانو په دې تړاو له گارډين سره له خبرو ډډه کړې، خو د ملگرو ملتونو ځينو چارواکو د دې موضوع پخلى کړى او ويلي دي چې د دواړو ادارو ترمنځ کاري اړيکي داسې دي لکه يوه خپسکه.
اکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، Getty Images
اکسپرېس ټريبيون په هند کې د اسيا زړه هېوادونو په غونډه کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د ويناو په وړاندې د سرتاج عزيز غبرگون ته کتنه کړې.
ښاغلى عزيز وايي، هند به بريالى نشي چې افغانستان او پاکستان سره لرې کړي.
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار ويلي، افغانستان او پاکستان سره نژدې گاونډيان دي او له نورو جلا ځانته اړيکي لري.
ښاغلي عزيز له غونډې وروسته اسلام اباد کې وويل پاکستان د ده په وينا د پولو له سم مديريت پرته د ترهگرو د خوځښت مخنيوى نه شي کولاى.
هندوستان ټايمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
هندوستان ټايمز وايي، هند او افغانستان د ترهگرۍ په وړاندې پر گډه مبارزه ټينگار کړى.
ورځپاڼه زياتوي هند د اسيا زړه هېوادونو په غونډه کې لشکر طيبه، جيش محمد او گڼې نورې پاکستان مېشتې ډلې د سيمې د سولې لپاره گواښ وبللې.
د ورځپاڼې په وينا، افغانستان او هند دواړو پر اسلام اباد تور پورې کړ چې په سيمه کې د اورپکۍ د مخنيوي لپاره ډېر څه نه کوي.
د ترهگرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو له کارپوهانو جوړه يوه کميټه به د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې لپاره پر يوه گډ چوکاټ کار کوي.


















