ايټاليا کې ټولپوښتنه

د ویډیو تشریح، ايټاليا کې ټولپوښتنه
د خپرېدو وخت

د ايټاليا لومړی وزير خپل اساسي قانون کې د سمونونو په اړه د رايو له بايللو وروسته له دندې ګوښه کېږي. اساسي قانون كې يې سمون غوښت، خو سياسي قمار کې يې خپله دنده وبايلله.

د ايټاليا لومړی وزير متيو رېنزي وروسته له هغه له دندې استعفا وړاندې کوي چې ټولپوښتنه کې يې رايه ورکوونکو په پراخ ډول پلانونه رد کړل.

ده غوښتل حکومتي چارې اسانه او د هېواد اقتصاد یې ورسره وغوړوي. دې ټولپوښتنه کې ولسي ګوندونو لوی پرمختګ کړی دی.