له حلب ښاره وتلو ته د انتظار شېبې
د خپرېدو وخت
د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن یکشنبه په دې اړه رايه ورکوي، چې د سوریې حلب ته څارونکي واستوي که څنګه، چې لا تر اوسه یې ختيځو برخو کې زرګونه ملکيان او مخالف جنګيالي بند پاتې دي. د بندو پاتې شويو هيله دا ده هر څومره ژر چې شونې وي، دوی خوندي ځايونو ته ولېږدول شي.
د دغو وګړو لېږدولو بهير د جمعې پر ورځ ودرېد، چې له امله یې زرګونه خلک اوس د جګړې لومړيو کرښو کې په کنګلوونکو او خطرناکو شرايطو کې دي.