پلټونکي د الوتکې یو تور بکس خلاصوي.
د خپرېدو وخت
د روسیې دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ۲۷/مرغومي ۷مه) وویل چې د پوځي الوتکې تور بکس يې موندلی.
تېره یکشنبه توپولوف ۱۵۴ ډوله روسۍ پوځي الوتکه له مسکو نه الوتلې وه او د سوریې لاذقیه کې د روسیې پوځي اډې ته یې د الکسندروف پوځي موسیقۍ ډله او پوځيان د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره لېږدول چې ولوېده او۹۲ سپرلۍ او کارکوونکي یې ټول ووژل شول.
تور بکس کې د الوتکې د کارکوونکو ثبتې شوې خبرې له پلټونکو سره مرسته کوي چې د الوتکې د لوېدلو لامل ومومي.



