د ګمبیا کړکېچ: یحیی جامع له واکه لاس په سر کېدل منلي

د عکس سرچینه، AFP / GETTY IMAGES
د ګمبیا ولسمشر یحیی جامع، چې د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پایلې یې رد کړې وې، له ډېرو فشارونو وروسته له واکه لاس په سر کېدو ته اړایستل شوی دی.
هغه په یوه تلوېزیوني ویناکې وویل: "لازمه نه ده چې یو څاڅکی وینه دې هم وبهېږي".
نوموړي دا وینا وروسته تر هغه وکړه، چې د ښاغلي جامع او د لوېدیځې افریقا د ګواښګرو (منځګړو) ترمنځ څو ساعته خبرې وشوې. ښاغلي جامع نور جزییات نه دي ورکړي.
یحیی جامع ۲۲ کاله د ګمبیا ولسمشر و، خو د تېرې دسمبر میاشتې په ټاکنو کې یې د ادم بارو پروړاندې ماتې وخوړه.
د ګمبیا د سیاسي کړکېچ خبرو کې ګڼ چارواکي ښکېل وو او اټکل دا و چې ښاغلی جامع به له بې واکه کېدا وروسته هېواد پرېږدي.
د ګیني او موریتانیا مشرانو له هغه سره د کتنې لپاره ګمبیا ته تللي وو.
د جمعې په ورځ، د نوي ولسمشر جګپوړي سلاکار بي بي سي ته وویل، ښاغلی جامع له واکه د لاس په سر کېدو ته قانع شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس ویلي، ښاغلي جامع په اصولو کې له واکه د لاس په سر کېدل منلي، خو تر اوسه د واک پرېښودل نه دي کره شي.
ښاغلي بارو چې لوړه وکړه د ګمبیا هغو وګړو ته یې وویل د بښنې اعلان وکړ چې له ګمبیا وتلي دي: "اوس دوی ازاد دي راستنېدلای شي".

د عکس سرچینه، REUTERS/AFP
ښاغلی بارو چې له څو ورځو راهیسې سنیګال کې دی، د پنجشنبې په ورځ په دې هېواد کې د ګمبیا سفارت کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.
د سنیګال په ګډون د لوېدیځې افریقا هېوادونو په ګمبیا کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي او ښاغلی جامع یې ګواښلی و چې په زور به یې له واکه لیرې کړي.
د نړیوالې ټولنې له خوا د ښاغلي بارو ولسمشري په رسمیت پېژندل شوې ده.
د لوېدیزې افریقا هېوادونو د ګمبیا پخواني ولسمشر یحیی جامع ته خبرداری ورکړی و چې که د جمعې ورځې تر غرمې پورې واک نه پرېږدي، نو پوځي مداخله به وکړي.
دغه ټولنه د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمنه ده.
یحیی جامع ولې واک نه پرېښود؟
د هغه د ولسمشرۍ دوره د چارشنبې ورځې له نیمې شپې وروسته پای ته رسېدلې وه.
یحیی جامع لومړی په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله، خو یوه اونۍ وروسته یې "د ټاکنیزو لایحو په ماتولو سره" د ټاکنو پایلې رد کړې.
د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو لومړنیو پایلو کې د ځینو تېروتنو رامنځ ته کېدو اعلان وکړ، خو په وینا یې د بارو د بریالیتوب پر پایلو به کومې اغېزې ونه کړي.

د عکس سرچینه، AFP
جامع ګوتڅنډنه کړې وه چې تر راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو پورې به واک پرې نه دي.
جامع ځکه ځان په د پرېښودو هڅه کوله چې د ولسمشرۍ پرمهال یې ځینې سرغړونې کړې وې چې د ولسمشر په توګه یې قضايي څار ناممکن و.


















