د عکسونو البوم: اوباما او د څپو لوبې

د عکس سرچینه، Reuters
د خپرېدو وخت
د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما هغه تصویرونه خپاره شوي، چې د اوبو له څپو سره یې د لوبو پر مهال اخیستي.
دغه عسکونه چې نن ' سه شنبه ' برتانوي پانګوال او سوداګر ریچارډ برنسن خپاره کړي دي، د ښاغلي اوباما د هغو رخصتیو پر مهال اخیستل شوي، چې د ښاغلي برنسن موسکیتو په نامه ټاپو کې یې د رخصتیو پر مهال اخیستي.
د تصویرونو مشخصه نېټه نه ده یاده شوې، خو ویل کېږي، چې د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته ورځو کې کې اخیستل شوي دي.
برتانوي سوداګر او د ویرجین نوموي ګڼ ملیتي شرکت څښتن او پانګه وال ریچارډ برنسن موسکیټو نومي ټاپو چې د سینیګال لوېدیځ کې پروت دی، ۲۰۰۷ کال کې د ۱۰ میلیونه پاونډو بدل کې پېرلی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters














