د سوریي پوځ: پر دمشق مو د وسله والو برید مهار کړ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سوریه کې د کورنۍ جګړې له شپږمې کلیزې سره هممهال دا بریدونه شوي دي.
د خپرېدو وخت

د سوریې پوځ وايي، دمشق ته څېرمه په جوبر سیمه یې د دولت د وسله والو مخالفانو برید پر شا تمبولی دی.

د سوریې د دولت وسله والو مخالفانو (یکشنبه د مارچ ۱۹مه) دمشق ته څېرمه په جوبر سیمه ناڅاپي بریدونه پیل کړل.

د سوریې د وضعیت څارونکي وايي، برید یکشنبه سپیده داغ مهال په څو ځانمرګو او موټر بم چادونو پیل شو.

د سوریې دولتي ټلویزیون دا خبره هم کړې چې بریدګر غواړي د تونلونو له لارې ښار ته ننوځي او بریدونه وکړي، خو د سوریې پوځ بیا وايي، برید یې کابو کړی او بریدګر یې پر شا تمبولي دي.

په ورته وخت کې په برتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، د سوریې پوځ اړوندو جیټ الوتکو لږ تر لږه ۳۰ ځلې د دولت د مخالفانو مورچې بمبار کړې دي.

د سوریې د پلازمېنې دمشق په لرې پرتو څنډو کې د دولت وسله والو مخالفان او جهادي اورپکې ځای پر ځای دي، خو د جوبر سیمه چې بریدونو پکې شوي، پلازمېنې ته تر نورو نږدې سیمه ده.

دا بریدونه د دغه هېواد د کورنۍ جګړې د شپږمې کلیزې له پوره کېدو سره هممهال شوي دي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ورته مهال د سوریې حکومتي ځواکونو په ادلیب کې بمبار کړی دی.