پر دیوالونو انځورګري د یوه کلي حال بدل کړ

د خپرېدو وخت

اسپانیا کې پر دیوالونو د انځورګرۍ یوې پروژې د یوه کلي حالت بدل کړ او درې کاله وروسته فنزارا کې کلنۍ مېله وشوه.

اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له څو کلونو راهیسې د اسپانیا فنزارا نومي کلي د اوسېدونکو تر منځ د زهرجنو موادو زېرمو کولو لپاره د ځمکې پر سره شخړه روانه وه.
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دغې پروژې تایید لړ کې کیڼ اړخه ګوند بریالي نه شو او د ۲۰۱۱ کال ټاکنې یې هم بایلودي
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خو د دغې موضوع پر سر شخړه پر ځای پاتې شوه او کلیوال له یوه بله مرور وو. د پروژې پلویان به د کلي بر سر کې یوې شرابخانې ته تلل او د پروژې مخالفان به د کلي بل سر کې یو ځای کېدل.
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ۲۰۱۴ کال کې د کلي شورا ځايي اوسېدونکي او پر دیوالونو انځورونه کښونکي انځورګران وبلل.
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ‘ ځايي ښاروال د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي ته ویلي'موږ د دې پروژې په اړه فکر وکړ او غوره مو وبلله، چې دې سره به د کلیوالو تر منځ اړیکي ښه شي.'
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دغې پروژې له کبله د کلي حالات په بشپړ ډول بدل شول او درې کاله وروسته دغه کلي کې مېله وشوه.
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، غه کلي کې اوس د انځورګرۍ ۱۰۵ بېلګې تر سترګو کېږي او د هغې مېلې لپاره چې د سږ کال جولای میاشتې پر شپږمه پیلیږي د نړۍ له لر او بر نه نژدې ۲۰۰ انځورګرانو د ګډون لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
اسپانیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له ۲۰۱۵ راهیسې د ښوونځیو نژدې ۲۳۰۰ زده کونکو د انځورونو لیدو لپاره د دغه کلي کوڅو کې ګرځېدلي دي.