د تنګو جامو له امله دوې نجونې له الوتکې راګرځول شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا پر يونايټېډ هوايي شرکت ګڼې نيوکې شوې دي. دغه شرکت دوې نجونې له دې کبله له الوتکې راګرځولې وې چې ويل يې تنګې جامې يې اغوستې وې.
د يوې رضاکارې شينن واټس په وينا دغه پېښه د يکشنبې پر سهار له ډينور څخه مينياپولس ته په تلونکې الوتکه کې رامنځ ته شوې وه.
هوايي شرکت وايي دغو نجونو د کمپنۍ د مېلمنو په توګه سفر کاوه چې د دوی لپاره ځانګړې جامې اړينې دي.
له دې وروسته يونايټېډ هوايي شرکت وويل، ټول عادي سفر کوونکي په هر ډول جامو کې د سفر اجازه لري.

د عکس سرچینه، TWITTER
له دې پېښې وروسته دغه هوايي شرکت په ټوټير پاڼه ويلي، دغو نجونو "يونايټېډ پاس" باندې سفر کاوه، چې يوازې د کمپنۍ د کارکوونکو او د هغوی د خپلوانو لپاره وي.
د دې ډول ټکټ لرونکي له لګښت پرته او يا هم په ډېره کمه بيه د سفر اجازه لري خو د جامو په قانون کې يې راغلي چې ډېرې تنګې يا ازادې جامې، لنډه لمن او يا هم يو ډول څپلکې نه شي په پښو کولی.
رضاکارې شين واټس په ډينور هوايي ډګر کې له نجونو سره د دې پېښې په اړه پر ټوېټر ليکلي. پر دروازې ولاړ يوه کس نجونو ته ويل چې جامې بدلې کړي او يا هم پر لېګنګز باندې ټوکر واغوندي. په دوی کې د يوې نجلۍ عمر ۱۰ کاله و.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
نوموړي ويلي درې نجونو ته د جامو پر سر د ټوکر له اغوستو وروسته د سفر اجازه ورکړل شوه، خو دوې نورې نجونې له تګ منعه شوې دي.
ځينې کسانو د يونايټېډ هوايي شرکت له دغې پرېکړې دفاع کړې او وايي د دې ډول ټکټ لرونکو لپاره قوانين له ډېر مودې راهسې موجود دي.



















