له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل: بل ګام به څه وي
د خپرېدو وخت
بريتانيا له له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې رسمي غوښتنليک سپارلی دی.
دا ليک بروکسل کې د بريتانيا سفير سر ټېم بارو د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک ته وسپاره، چې ورسره یې د لېزبن تړون پنځوسمې مادې په عملي کولو پيل وشو.
دا سند د لومړۍ وزيرې تېرېزا مې پراخ ليد روښانوي، چې راتلونکو دوو کلونو اوږدو کې دا څنګه غواړي دغه بهير وسپړل شي. بريتانيا له اروپايي ټولنې د وتلو بهير تڼۍ کښېکاږلې، نور به څه کېږي؟
راځئ په دې رپوټ کې يې وګور.