د مسافر لانجې د شرکت مقررات بدل کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکايي د هوايي چلند یونایټډ نومي شرکت د خلکو تر نیوکو وروسته د خپلو کارکوونکو د ټکټ اخیستنې مقررات بدل کړي دي.
له دې وړاندې د دغه شرکت کارکوونکو کولای شول، د الوت پر مهال د الوتکې له خالي څوکیو ګټه واخلي. د همدغه خپلپالیو له امله تېره اونۍ د یونایټډ شرکت کارکوونکو یو ویتنام الاصله امریکايی په زوره له الوتکې کښته کړ.
یونایټډ شرکت وايي، له دې وروسته د الوتکې خدمو ته له الوته یوه ګړۍ وړاندۍ خپله څوکه ور نښه کوي.
د یادې پېښې فلم شوې صحنې ښکاروي چې د شرکت کارکوونکو (ډيوېډ ډایو) له (پښولاسو) نیولی او له الوتکې راوباسي.
دیویډ له الوتکې د (وځم نه وځم) په لانجه کې د مخې دوه غاښونه بایللي او پوزه یې ماته شوې ده.
یونایټډ وايي د ټکټ اخیستنې په نوي مقررات یې د مشتریانو په ګټه دي.
له الوتکې په زوره د ډیوېډ ایستلو پر پېښه خلکو غبرګون وښود او په خواله رسنیو کې یې میلیونونو کسانو عکسونه کښته او پورته کړل.
د ډیوېډ لور (کریسټال) په شیکاګو کې یوې خبرې غونډې ته وویل، کورنۍ یې له پلار سره د شوي چلند له امله رنځېدلې ده.
دیوېډ دایو، له شیکاګو څخه لوییزوېل ته روان و، چې د هوايي ډګر ساتونکو په زوره له الوتکې کښته کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
الوتکه پرواز ته چمتو وه، خو د هوايي چلند مامورانو غوښتل خپلو کارکوونکو ته څلور څوکۍ خالي کړي.
ښاغلي ډیویډ ځکه ډبول شوی و چې له الوتکې نه کښته کېده او غوښتل یې د خپلو ناروغانو درملنې ته ځان ورسوي.
د ډېوېډ وکیل د ده له خولې ویلي، په شیکاکو کې له الوتکې په زور د کښته کولو خاطره یې د ویتنام د پرېښودلو له هغې څو وارې ترخه ده.


















