د بريتانيا ټاکنو کې د ځوانانو او پاخه عمر لرونکو فکري توپير
د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې بريتانيا له اروپايي ټولنې وتلو ته تياری نيسي، بریتانويان د جون پر اتمه د رایو مرکزونو ته ځي.
رایه ورکوونکي به هغه کس ټاکي چې له اروپایي ټولنې د وتلو په خبرو کې د دوی مشري وکړي. دا روانه اوونۍ به بي بي سي د ټاکنو د راپورونو په لړۍ کې، هغه کيسې خپروي چې د بريتانيا په لرو بر کې یې را غونډې کړي دي او له رايه ورکوونکو سره خبري کړي.
په دې رپورټ کې د ځوان نسل او پاخه عمر بریتانویانو تر منځ فکري توپیر ته کتنه شوې.