د ۱۰ پونډو ګوتمۍ په څه باندې ۶۰۰ زره پونډه وپلورل شوه

د الماسو ګوتمۍ

د عکس سرچینه، Sotheby's

د عکس تشریح، اټکل دی چې دغه الماس پر نولسمې پېړۍ پورې اړه لري.
د خپرېدو وخت

له الماسو جوړه یوه ګوتمۍ چې له یوه لاسي خرڅوونکي په ۱۰ پونډو رانیول شوې وه، د ساتبي لیلامځي کې په څه باندې ۶۰۰ زره پونډه وپلورل شوه.

د ګوتمۍ څښتن دا ګوتمۍ په ۱۹۸۰مه لسیزه کې اخیستې وه. دی وايي دا چې ګوتمۍ درنه وه، نو خرڅولو ته یې زړه ښه کړ.

دی نه پوهېده چې ګني په تېرو کلونو کې یې په ګوته کړې دغې ۲۶ قیراطه الماسي ګوتمۍ دومره ارزښت درلود.

اټکل دی چې دغه الماس پر نولسمې پېړۍ پورې اړه لري.

د ساتبي د لیلامځي د ګاڼو د برخې مشر وايي: "د ګوتمۍ څښتن به هره ورځ دا ګوتمۍ په ګوته کوله. بهر ته به سودا ته چې وت ګوتمۍ به یې په ګوته وه. هېڅوک یې په ریښتیني ارزښت نه پوهېدل."

سرچینه وايي، د ګوتمۍ څښتن داسې نه انګیرله چې ښايي دغه ګوتمۍ به ارزښتناکه وي، ځکه چې غمی یې د ځلېدونکو الماسو په څېر نه و.

خو تر ۳۰ کلونو وروسته سړي خپله ګوتمۍ د ساتبي لیلامځي ته یووړه او یوه ګاڼه خرڅوونکي ورته وویل دا یوه قیمتي ګوتمۍ ده چې بالاخره په څه باندې ۶۰۰ زره پونډه وپلورل شوه.