سعودي: سړک غاړې ماین چاودنې د پوځ افسر وژلی

د عکس سرچینه، PD
د خپرېدو وخت
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د هوايي ځواکونو د یوه افسر په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
پېښه د سعودي په خیتځ شعیه مېشته سیمه (العوامیه) کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو یاده چاودنه ترهګریز عمل بللی دی.
العوامیه د سعودي په ختیځ کې پرته سیمه ده چې کابو ۳۰ زره اوسېدونکي لري.
په تېرو کلونو کې پر دغه سیمه دولتي ځواکونو ډېر عملیات کړي او نښتې رامنځته شوې دي.
العوامیه سیمه د سعودي عربستان له دولته د ناراضي شیعه مشر شیخ نمر د زوکړې ځای دی چې تېر کال د سعودي د حکومت له خوا په دار وځړول شو.
شیخ نمر په سیمه کې د سعودي عربستان پر سیاستونو له سرسخته نیوکه کوونکو څخه و او په بحرین کې یې د شیعه ګانو د ځپلو مخالفت کاوه.
شیعه ګان په سعودي عربستان کې لږهکي دي چې تر ډېره د دغه هېواد په ختیځ کې مېشت دي.




















