د سترګو لیدلی حال: هغه شپه چې ایران کې ولسمشریزې ټاکنې وې
د خپرېدو وخت
تېره میاشت د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې منځلاري نوماند حسن روحاني په دویم ځل بری خپل کړ. د هغه لوی سیال محافظه کار ملا ابراهیم رییسي و، چې د کابو شل سلنه رایو په توپیر ترې ولسمشر روحاني مخکې شو. له همدې امله دغه ټاکنې په ایران کې د سمونپالو لوی بری ګڼل کېږي.
د بي بي سي خبریاله نانا سټیفنسن د ټاکنو له پایلو وروسته په تهران کې وه، چې هلته د روحاني د پلویانو د نمانځنو د شپې کیسه راته کوي.
د رپوټ پښتو بڼه یې ګلستان شینواری وړاندې کوي.