د موصل جګړه
د خپرېدو وخت
د عراق پوځ وايي ځواکونو يې پر موصل د خپل وروستي يرغل د يوې برخې په توګه زاړه ښار ته په ورننوتلو پيل کړی دی.
د موصل تاريخي برخه لا تر اوسه د اسلامي دولت نومې ډلې په ولکه کې ده.
د پوځ يوې اعلاميې ويلي ځانګړي ځواکونه او فډرالي پوليس له جنوبي او لوېديځې برخې په پرمختګ کې دي.
هوايي بريدونه او د امريکا په مشرۍ ائتلاف د دغو ځواکونو ملاتړ کوي.
څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې د داعش اورپکي ښايي لسګونه زره اوسېدونکي د بشري سپر په توګه کاروي.