م. م: د سوري کډوالو ستنېدو ته شرایط برابر نه دي

سوري کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خپلو سيمو ته بېرته ستانه شوي، د سوري کډوالو او بېځايه شويو يوازې يوه کوچنۍ برخه جوړوي.
د خپرېدو وخت

د ملگرو ملتونو کډوالو اداره وايي سوريې د کډوالو ستنېدو د بهير ملاتړ نه کوي ځکه په دغه هېواد کې اړين شرايط نه دي برابر.

ملگري ملتونه دغه هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدل په داسې حال کې خوندي نه بولي چې نژدې ٤ نيم سوه زره کورني بېځايه شوي وگړي او شاوخوا ٣١ زره بهر مېشت کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي.

د يو. این. ایچ. سي. آر. وياند اندرې مېهاسک وايي خپلو سيمو ته د بې ځايه شويو او بهر مېشتو سوري کډوالو د بېرته ورگرځېدنې ناببره مېلان تر سترگو کېږي.

خو نوموړي زياتوي چې دوى د دې کړنې ملاتړ نه کوي:

" موږ په دې باور يو چې تر اوسه په سوريه کې د کدوالو خوندي او عزتمن بېرته ورگرځېدو لپاره شرايط نه دي برابر. ځکه هغو سيمو کې چې کډوال ورته بيا ستانه شوي امنيتي حالات پاېښت نه لري، او هلته راغلى ښه والى هم د ډاډ وړ نه دى. د سرغړونو، ځورونې، تاوتريخوالي او جرمنو پام وړ خطر شته."

د ښاغلي مېهاسک په وينا ډېرى دغه وگړي د خپلو ملکيتونو کتنې او د خپلو عزيزانو له حاله د ځان خبرولو لپاره ورځي، او يا ځينې يې د امنيت د ښه والي په تړاو خپلې انگېرنې لري.

د يو این. ایچ. سي. آر. په وينا، څه د پاسه ٢٦٠٠٠٠ کډوال له ترکيې بېرته سوريې ته ستانه شوي دي، او دغې ادارې د بېرته ستنو شويو د اړتياو پوره کولو لپاره د مرستې رسولو خپل عمليات هم گړندي کړي.

سوري کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د يو این. ایچ. سي. آر. په وينا، څه د پاسه ٢٦٠٠٠٠ کډوال له ترکيې بېرته سوريې ته ستانه شوي

په ٢٠١١ م کال کې د سوريې د شخړې له پيل راهيسې څه د پاسه ٣٠٠ زره کسان وژل شوي، پنځه نيم ميليون وگړي له دغه هېواده تښتېدلي، او نژدې شپږ نيم ميليون نور په کور دننه بېځايه شوي دي.

خپلو سيمو ته بېرته ستانه شوي، د سوري کډوالو او بېځايه شويو يوازې يوه کوچنۍ برخه جوړوي.