"له سي این این سره د ټرمپ غېږې نیولو" لانجمنه وېډیو

د عکس سرچینه، Twitter
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې ټویټر پاڼې یوه وېډیو خپره کړې چې د سي این این له لوګو سره له یوه سړي سره غېږه نیسي او هغه پر سر وهي.
پر ټویټر خپره شوې وېډیو د غېږ نیونې سیالیو کې د ټرمپ د جعلي ګډون یوه برخه ده چې د سي این این تلوېزیون نښان د هغه سړي پرسر نښلول شوی چې ټرمپ یې وهي.
پر ټرمپ نیوکه شوې چې ددې وېډیو په خپرولو د خبرایلانو او رسنیو پروړاندې تاوتریخوالی دودوي.
ښاغلي ټرمپ پرله پسې رسنۍ د دروغو خبرونو په خپرولو تورنې کړې. هغه وړاندې سي این این ته ویلي وو چې جعلي خبرونه خپروي.
د سي این این شبکې یوه شنونکي ویلي، ښاغلی ټرمپ په دې عمل سره رسنیو کې د سړي برخلیک تر مرګه رسولی شي.
خو د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار توماس بوسرټ ویلي، هېڅوک له خپرې شوې وېډیو نه ګواښونکی درک نه شي اخیستی.
ښاغلي ټرمپ ته په ځواب کې د سي این این پر ټویټر د سپینې ماڼۍ د ویاندې سارا هاکابي سنډرز خبرې راخیسې چې وايي: "ولسمشر په هېڅ ډول هېڅ وخت تاوتریخوالی نه دی دود کړی."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ټرمپ دا وېډیو یوه ورځ وروسته تر هغه خپره کړې چې له ټویټر نه یې د ګټې اخیستو د څرنګوالي دفاع کړې ده.
د نوموړي د هغو کسانو په ځواب کې چې وايي د ولسمشر له شان او شوکت سره دا کار نه ښايي، ویلي کړنې یې د یوه عصري ولسمشر په توګه دي.
هغه په وروستیو کې د سي این این شبکې له یوه چلوونکي سره لفظي شخړه کړې وه.




















