د لندن سوځېدلې ودانۍ ژوندي پاتې شوي افغانان

د ویډیو تشریح، هغه قراردادی چې د لندن ګرېنفېل سوځېدلې ودانۍ کې د خطر زنګونو لګولو مسئوليت یې لاره، د پوليسو پلټنو کې اوس له پوښتنو سره مخامخ دی.
د خپرېدو وخت

هغه قراردادی چې د لندن ګرېنفېل سوځېدلې ودانۍ کې د خطر زنګونو لګولو مسئوليت یې لاره، د پوليسو پلټنو کې اوس له پوښتنو سره مخامخ دی.

د معيارونو يوې پلټنې، له مخې پر ده تور لګېدلی چې د لندن سلګونه ودانيو کې يې د خونديتابه نيمګړي وسايل لګولي دي.

دا تېر جون د لندن لوېديځ ګرېنفېل ودانۍ اورلګېدو پېښه کې لسګونه کسان مړه شول. دې ودانۍ کې افغانان هم وو، يو ژوندي پاتې شوي استوګن سره يې غږېدلي یو چې يو خپلوان يې په کې مړ شوی و.