"هند او افغانستان سره د نواز شریف د ښو اړیکو تګلاره د پاکستان د پوځ د خوښې خلاف وه"
د خپرېدو وخت
له واکه د نواز شریف لرې کېدو ددې هېواد په بهرنۍ تګلارې او په سیمې د هغې په احتمالي اغیزو یو بحث رامنځ ته کړي دی.
هندوستان وايي چې د پاکستان سیاسي کړکیچ له نژدې څاري، د لویدیځ ځینو مطبوعاتو لیکلي دي چې دا سیاسي بدلون کېدی شي د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا په راتلونکې ستراتېژۍ هم بې اغېزه نه وي.
زموږ همکار عنایت الحق یاسیني په پېښور کې د سیاسي چارو له شنونکي خادم حسین سره مرکه کړې او پوښتلی یې دی چې ایا د لومړي وزیر له استعفی وروسته به د پاکستان په بهرنۍ تګلارې کې څه بدلون راشي؟