اسراییل: د الجزیرې شبکې دفترونه تړو

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییلو دولت ویلي چې غواړي په بیت المقدس کې د الجزیرې شبکې دفتر وتړي.
د سراییلو د مخابراتو وزیر ایوب کارا نن یکشنبه (د زمري ۱۵) وویل چې غواړي د دغې شبکې د کارکوونکو د کار اجازه لغوه کړي او د دغې شبکې سټلایټي خپرونې هم بندې کړي.
ښاغلي کارا الجزیره له "ترهګري په ملاتړ"او د اسراییلو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هڅولو تورنه کړه.
الجزیرې ویلي د دغې شبکې خبریالان هغې غونډې ته وروبلل شوي نه ول چې دغه خبر په کې اعلان شو.
د الجزیرې دغې قطرۍ شبکې ویلي چې د اسراییلو په دې ګام کې د دوی عربي او انګلیسي ژبې خپرونې راځي.
د اسراییلو د مخابراتو وزیر ویلي چې د کېبل له لارې ددغو ټلویزیونو خپروونکو شبکو له دوی سره د دوی له کانالونو د الجزیرې پر لېرې کولو موافقه کړې ده.
د ښاغلي کارا په وینا په بیت المقدس کې به د دغې شبکې د دفترونو تړل له یو لړ قانوني بهیرونو تېر شي.
تر دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دغه شبکه په بیت المقدس کې د تاوتریخوالي په خپرولو تورنه کړې وه او د تړلو غوښتنه یې کړې وه.
وروسته له دې چې اسراییلو د الاقصی جومات شاوخوا د امنیتي تدابېرو په نامه اوسپنیزې کتارې ودرولې او امنیتي کمرې یې کېښودې، ګڼو فلسطینیانو په لاریونو لاس پورې کړ.
اسراییلو دا کار وروسته له هغه وکړ چې دوه پولیس یې د حرم شریف د جومات په انګر کې د فلسطیني ځوانانو له خوا ووژل شول.


















