''برتانیا کې پاکستاني الاصله سړی الوتکې ته د چاودېدونکو توکو لېږدولو هڅه کړې''

د عکس سرچینه، GMP
برتانوۍ محکمې یو سړی په مانچسټر هوايي ډګر کې د چاودیدونکو توکو د قاچاق په هڅې تورن کړی دی. ندیم محمد سره د جنورۍ په ۳۰ نېټه (خام چاودیدونکي توکي) موندل شوي وو.
د مانچسټر پولیسو په وینا له نوموړي نه هغه مهال پولیسو پوښتنې کړې وې، خو وروسته یې خوشی کړی و، ځکه په وینا یې له هغه سره د موندل شویو توکو په ارزونه کې تېروتنه شوې وه.
محکمې نوموړی خلکو ته د زیان رسولو په نیت د چاودیدونکو توکو په ساتلو تورن کړی دی. ۴۳ کلن ندیم محمد پاکستان کې زېږېدلی دی او یو ایټالوی پاسپورټ لري.
نوموړي هڅه کوله د ریان اير یوې الوتکې کې د ایټالیا شمالي ښار بیرګام ته سفر وکړي، چې دغه توکي ورسره موندل شوي وو او نوموړي ادعا کوله، چې بل چا یې په بیګ کې دغه اله ځای پر ځای کړې ده.
محکمې ته وویل شول، چې نوموړی د فبرورۍ پر ۵ نېټه بېرته ایټالیا ته سفر کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
د چارواکو په وینا له نوموړي سره موندل شوې اله وروسته معلومه شوه، چې د مارکر قلم په نل کې له چاودیدونکو توکو جوړه شوې وه، چې د (فعالیت وړ) وه.
ویل کېږي ایټالوي پولیسو له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې، خوشی کړی دی او د فبرورۍ پر ۱۲ بېرته برتانیا ته له ستنېدو سملاسي وروسته هوايي ډګر کې نیول شوی دی. د محکمې له لوري له تورن کېدو وروسته نوموړي وژړل. د اګست پر ۲۳ به محکمه د نوموړي د سزا اعلان کوي.



















