د واده غوښتنه یې په پټي کې لیکلې وه

د عکس سرچینه، Jenna Stimpson
د خپرېدو وخت
د برتانیا په ډېون سیمه کې یوه کرنیز انجينر خپلې ملګرې ته د واده وړاندیز په پټي کې خورا لوی لیکلی و.
۳۹ کلن ټام پلم د دې لپاره چې له خپل راتلونکي خسره د ده د لور ریباري وکړي، هغه کرنیزه ځمکه قلبه کړه چې ملګرې یې جینا سټېمپسن پکې لویه شوې.
ټام او ۳۷ کلنه جینا له ۱۰کلونو راهیسې سره ول. جینا وايي دا هکه پکه حیرانه شوه چې په پټي کې یې د واده غوښتنه ولوسته.
جینا وايي، ټام راته وویل چې سترګې پټې کړه، بیا يې په پټي کې د ټېکټر ډوله ټرک پر چلولو پېل وکړ.

د عکس سرچینه، Jenna Stimpston
جینا زیاتوي، د غواګانو غږونه چې مې واورېدل فکر مې کاوه شپول ته يې راوړې یم خو چې سترګې مې وغړولې، په پټي کې يې په سپاره لیکلي وو چې واده راسره کوې؟
دې د ټام وړانديز ته "هو"ویلي او واده یې ۲۰۱۸ کال ته پلان کړی.
ورسره تړلي نور مطالب:














