مور ته د یوه پروفیسر بې ساري درناوی

د پروفیسر هو مینګ مور

د عکس سرچینه، WEIBO

د عکس تشریح، د پروفیسر هو مینګ مور
د خپرېدو وخت

چین کې د پوهنتون یوه استاد نوم له دې کبله د خبرونو سر ټکو کې راغلی، چې د الزایمر پر ناورغۍ اخته سپین سرې مور له ځان سره د پوهنتون ټولګي ته بیايي.

د پروفیسر هو مینګ، په اړه لومړی ځل د 'بیجینګ ځوانانو ورځپاڼې ' رپوټ خپور کړ او پر ځايي خواله رسنۍ 'سینا وېبو ' نژدې ۹۰۰۰ کسانو پرې تبصرې وکړې.

رپوټ کې ویل شوي هغو کسانو به چې ټولګي کې لومړی ځل دغه ښځه ولیده فکر به یې کاوه، تقاعد شوې پروفیسره ده، خو وروسته به خبرېدل، چې د پروفیسر هو مور ده.

رپوټ کې راغلي د پروفیسر پلار ۲۰۱۱ کال کې مغزو کې د وینې جریان له کبله ومړ او هغه کشرانې خوېندې هم درلودې، خو ځکه یې د مور پاللو مسوولیت واخیست، چې هغې د عقل زوال له کبله یوازې هغه پېژاند.

پروفیسر هو مینګ په ټولګي کې

د عکس سرچینه، SINA WEIBO

د عکس تشریح، پروفیسر هو مینګ په ټولګي کې

پر خواله رسنیو د پروفیسر هو کیسه ۲۰۱۶ کال کې خپره شوې وه، خو چینايي رسنیو اوس په دې اړه بشپړ معلومات خپاره کړي دي.

له بیجینګ ځوانانو ورځپاڼې سره خبرو کې پروفیسر ویلي، چې اوس یې د مور د ناروغۍ علامې ښې نه دي.

نوموړی وايي، مور یې اوس په لاس کې د نیولي پوډري صابون، بورې، مالګې او خواږه شربت تر منځ هم توپیر نه شي کولای.

پروفیسر هو وايي، مور یې د درسونو پر مهال ډېره منونکې او ارامه وي، کله یې لکچر ته غوږ نیولی وي او کله بیا پرې لړزه راشي.

د پوهنتون چارواکو ورځپاڼې ته ویلي، دوی نه خو د پروفیسر د مور له راتګ سره مخالفت کوي او نه یې ملاتړي دي.

پروفیسر هو ۵۸ کلن دی او وايي، تقاعد ته یې لا وخت شته، ځکه نه شي کولای د مور پالنې لپاره ځانګړی وخت وغواړي.

پر سینا وېبو پاڼه د پروفیسر هو په اړه خپور شوی پوسټ زرګونه کسانو خوښ کړی

د عکس سرچینه، SINA WEIBO

د عکس تشریح، پر سینا وېبپاڼه د پروفیسر هو په اړه خپور شوی پوسټ زرګونه کسانو خوښ کړی

د ورځپاڼې دغه رپوټ چې پر خواله رسنۍ سینا وېبو خپور شو، ۱۰۰ زره کسانو خوښ کړ، اووه زره ځله شریک یا شیر شو او نهه زره کسانو پرې تبصره یا کمینټ وکړ.

په ډېری کمنټونو کې پروفیسر ستایل شوی، یو نیک او صالح زوی بلل شوی او دغه راز نه یوازې د اقتصاد ښه استاد بلل شوی، بلکې په عملي ژوند کې هم یو ښه ښوونکی بلل شوی، چې د مشرانو درناوی خلکو ته ورزده کوي او د ځوان کول لپاره د ښه سړیتوب یوه بېلګه ده.