" د پاکستان استخباراتي ادارې په خپلمنځي جنجال کېوتې "
- Author, حميد شجاع
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد د کورنیو استخباراتو اداره یا (ای بي) د پوځي استخباراتو له ادارې یعنی (ای اېس ای) سره په جنجال کېوتې ده او له څه مودې راهیسې دواړه ادارې پر یو بل تورونه لګوي.
ورځپاڼه لیکي دا جنجال اوس د دې لامل شوی چې د اسلام اباد د محکمې قاضیانو په دې لانجه کې مداخلت کړی او پر دواړو ادارو یې غږ کړی چې خپلمنځي ستونزه حل کړي.
ویل کېږي چې د کورنیو استخباراتو پر ادارې داسې تورونه دي چې له پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره خواخوږي لري.
ورځپاڼه لیکي چې د دې ادارې ځینو چارواکو څو ورځې وړاندې هغه مهال له ښاغلي شریف سره په لندن کې وکتل چې په پاکستان کې د ننه د ده قضیه په محکمه کې روانه وه.
د مخالف تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له همدې کبله پر (ای بي) ادارې نیوکې هم کړې دي.
داسې هم ویل کېږي چې دې ادارې د ځینې تندلارو یا ترهګرو ډلو له مشرانو سره هم اړیکي درلودل او د دې مشرانو یو لېست هم رامخې ته شوی.
خو پخپله د (ای بي) اداره بیا دا ټول تورونه ردوي.
نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ هغه څرګندونې راخیستې چې ده تېره ورځ په کابل کې کړې وې.
نوموړي ویلي چې ناټو د افغانستان په سوله او ثبات کې خپلې ګټې وینې او په دې لړ کې چمتو ده چې د ولسمشر ډونلډ په غوښتنه خپله پوځي او مالي مرسته ډېره کړي.
ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت پر ناټو هم غږ وکړ چې باید په افغانستان کې خپله پوځي او مالي ونډه ډېره کړي.
خو په اروپا کې د ننه د نوموړي دې غوښتنې ته بېلابېل غبرګونونه وښودل شول.
نیویارک ټایمز لیکي چې پخپله اروپایي هېوادونه نور دا توان او حوصله نه لري چې په افغانستان کې خپله پوځي ښکېلتیا نور هم ډېره کړي.
ورځپاڼه د جرمني بېګله یادوي او وایي چې پخپله د صدر ا عظمې انګلا مرکل ګوند په افغانستان کې د لا پراخ رول ملاتړ کوي، خو هغه دوه ګوندونه چې نوموړې ورسره ګډ حکومت جوړول غواړي، د دې تګلارې ملاتړ نه کوي.
په ایټالیا کې هم راتلونکی کال ټاکنې کېږي او هغه ګوند چې تر دې دمه په نظر پوښتنو کې وړاندې دی، غواړي چې د ټاکنو له ګټولو وروسته له افغانستان د ایټالیا زر تنه پوځیان را وباسي.


















