د روهېنګیا مسلمانانو کښتۍ ډوبه شوې' ۶۰ کسان مړه شوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو فعالانو تایید کړې، چې له میانمار نه بنګله دېش ته د روهېنګیا مسلمانانو لېږدونکۍ کښتۍ سمندر کې ډوبه شوې ده، چې ۲۳ کسان په کې وژل شوي او ۴۰ بې درکه دي، چې د وژل کېدو وېره یې ده.
رپوټونو کې ویل شوي دغه کښتۍ د پنجشنبې پر ورځ د سمندر لوړو څپو لاندې کړې ده.
له دې مخکې ملګرو ملتونو او مرستندویانو بي بي سي ته ویلي و، میانمار کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرتابه د حکومت پر وړاندې د روهېنګیا مسلمانانو حقونو مسلې راپورته کولو مخنیوی کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویندوی جویل ملمین په وینا تر اوسه پورې د ۲۳ کسانو مړینه تایید شوې ده او د ۴۰ بې درکه کسانو په تړاو داسې وېره شته، چې ښايي وژل شوي دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې چې د میانمار پوځ عملیات پیل کړي، نژدې پنځه سوه زره روهېنګیا مسلمانان له میانماره بنګله دېش ته کډوال شوي دي.
د میانمار ډېری اوسېدونکي بودايي مذهبه دي او د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې نژدې یو میلیون روهېنګیا مسلمانان دغه هېواد کې ژوند کوي.
میانمار کې داسې فکر کېږي، چې روهېنګیا مسلمانان له بنګله دېشه دغه هېواد ته ورغلي ناقانونه کډوال دي.
میانمار حکومت روهېنګیا توکمه لږکیو ته د تابعیت له ورکولو انکار کړی دی، خو د روهېنګیا توکمه مسلمانانو څو نسلونو دغه هېواد کې ژوند کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼ روهېنګیا کسان په ناوړه حالت کې کمپونو کې ژوند کوي، له تبعیضي چلند او زور زیاتي سره مخامخ دي. د میانمار شمالي رخاین ایالت کې وسله والو کسانو دا وروستیو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي وو او له هغه وروسته پوځ د بریدګرو پر ضد عملیات پیل کړل.
د روهېنګیا پر ضد له تېرې یوې میاشتې راهیسې د روانو عملیاتو په اړه حکومت وايي، د وسله والو بریدونو ته ځواب ورکوي.




















