د اسپانیا پاچا د کاتالونیا ټولپوښتنه ناقانونه وبلله

د عکس سرچینه، .
د اسپانیا پاچا فیلیپ شپږم په کاتالونیا کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه کوونکي غندلي او د دوی اقدام یې ناقانونه بللی دی. نوموړي نن سه شنبه ۳ اکتوبر یوه ټلویزیوني وینا کې د کاتالونیا کړکېچ ' سخت جدي ' بللی او د ملي یوالي غوښتنه یې کړې ده.
نن هم کاتالونیا کې د پرونۍ ټولپوښتنې مخنیوي لړ کې د پولیسو له لوري د زور زیاتي پر ضد زرګونه خلک لارو کوڅو ته وتلي وو. اسپانیا حکومت دغه ټولپوښتنه ناقانونه اعلان کړې وه.
فلیپ شپږم په خپله نننۍ وینا کې د کاتالونیا ځايي سیاسي مشران د ټولپوښتنې له کبله له اسپانیا سره په (جفا) تورن کړل.
نوموړي وویل، 'ټولپوښتنه ښايي د کاتالونیا خپلواکې سیمې او ټولې اسپانیا غوړېدونکی اقتصاد له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. ' پاچا دغه راز وویل، چې هېواد به یې 'پر دغه سخت حالت کابو ومومي
'
د کاتالونیا کارګرو اتحادیې د خپلواکۍ غوښتنې په ټولپوښتنه کې د مرکزي حکومت مداخلې او د دغې ټولپوښتنې سوله ییز بهیر مخنیوي پر ضد د احتجاج په توګه د کاتالونیا له اوسېدونکو غوښتي وو، چې عمومي اعتصاب کې ګډون وکړي او په ځانګړې توګه د بارسلونا په ګډون د سیمې ښارونو کې پراخې مظاهرې او لاریونونه شوي دي.
ځايي حکومت هم د اعتصاب کوونکو ملاتړ اعلان کړی دی. ځايي سرچینو ویلي اعتصاب پر ځايي اقتصادي چارو اغېز کړی دی او د عمومي خدمتونو بهیر هم ګډوډ شوی دی.
د سې شنبې پر ورځ ګهیځ وختي نژدې ۱۵ زره کسان د کاتالونیا مرکزي ښار بارسلونا کې لارو کوڅو ته ووتل، چې ډېری هغو یې د کاتالونیا د بېرغ رنګونو ته ورته کالي اغوستي وو. دوی شعارونه ورکول او د ګاډو د تګ راتګ مخه یې نیوله.
که څه هم د اسپانیا اساسي قانون محکمې دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې وه، خو پرون کاتالونیا کې دغه ټولپوښتنه وشوه او ځايي چارواکو ویلي، اکثریت ګډونوالو له اسپانیا نه د بېلتون لپاره رایې ورکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسپانیا مرکزي حکومت د محکمې د حکم له مخې د ټولپوښتنې مخنیوي لپاره پولیس ځواک سیمې ته لېږلي و، چې د رایې ورکولو پر مرکزونو د بریدونو او د خلکو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب پېښې هم په کې وشوې.
کاتالونیا چارواکو پولیس له ولس سره په زور زیاتي کولو تورن کړي دي او له اسپانیا بهر هم له ولس سره د اسپانیا پولیسو چلند پر ضد احتجاجونه شوي دي.



















